د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شام د بشارالاسد حکومت د زرګونو بندیانو په ډله ییزو وژنو او د هغو د مړو په سوځولو تورن کړ.
د بشار الاسد پر رژیم دا تورونه د ملګروملتونو په کوربه توب په جینیوا کې د شام د سولې خبرو تر نوي پړاو یوه ورځ مخکې ولګول شول.
د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د منځني ختیځ لپاره تر ټولو جګپوړي چارواکي سټوارت جونز وویل، واشنګټن په دې اړه معلومات د بشري چارو له باوري ادارو او د امریکا له استخباراتي شبکې ترلاسه کړي دي.
ده همدا راز وویل، باورکېږي چې د بشار الاسد حکومت د ورځې شاوخوا ۵۰ تنه دمشق ته نېژدې د سیدنایې "سیدنایه" په پوځي زندان کې اعداموي.
جونز زیاته کړه:"ما په ځلونو ویلي چې موږ هغو جنایتونو سخت ترهولي یوو چې د شام رژیم یې کوي او دا جنایتونه ظاهراً د روس او ایران په بې قید او شرطه ملاتړ ترسره کېږي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تازه یو شمېر عکسونه خپاره کړل او ویې ویل چې دا د هغه زندان د ودانیو دي چې بندیان پکې په ډله ییز ډول وژل کېږي.