ټرمپ: انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې پلټنو مقصد زما ځورونه ده

امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ

امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ بیا دعوه کړې ده چې د هغه هېواد په ولسمشریزو انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې پلټنې د ده د قصدي ځورونې په موخه دي او دا چې د ده د کاري ډلې او روسانو تر منځ هېڅ معامله نه ده شوې.

ټرمپ تېر ماښام (پنجشنبه) د کولمبیا له ولسمشر خوان مانول سنتوس سره ګډې خبري غونډې ته وویل، ((یقیناً ده او کیمپېن کوونکو یې له روسانو سره هېڅ معامله نه ده کړې.)) ده وویل، د ځان په اړه تل ویلای شي چې په داسې هېڅ کار کې ککړ نه دی. ټرمپ وویل، ان د ده دښمنان وايي چې هېڅ ډول دسیسه نه وه جوړه شوې. کله چې له ده پوښتنه وشوه چې په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې د تورونو پلټنو لپاره د ځانګړي پلټونکي نومولو ته څنګه ګوري نو ده وویل، د ((دې اقدام درناوی کوي خو دا هر څه قصداً د ده د ځورونې لپاره دي.)) تر دې مخکې پرون ټرمپ همدا خبره پر ټوېټر هم لیکلې وه.