'قبایلي سیمو کې د تعلیم پرېښودلو کچه ۶۸ سلنې ته رسېدلې'

د قبایلي سیمو د پرمختګ لپاره د کارکوونکې ادارې -فاټا سيکټريټ چارواکي وايي په قبايلي سيمو کې تر پنځم جماعت وروسته د تعلیم پرېښودلو کچه ۶۸ سلنې ته رسېدلې ده.

دا خبره په فاټا سيکټريت کې د تعليم د څانګي مشر عباس خان د جمعې په ورځ ناوخته مشال راډیو ته وکړه.

عباس خان زیاته کړه چې د دې شرحې د کمېدو لپاره دوی په یادو سیمو کې له څو میاشتو راهيسې داخله مهم پیل کړی دی چې د روانې میاشتې تر پایه به روان وي.