((رحیم صاحب د زمانې ولي)) او ((د هوډ خاوند)) وو: رضا

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اطلاعاتو مرکزي سېکرټر او پخوانی سېنېټر رضا محمد رضا وايي، له ۱۹۶۸ز کال راهیسې له عبدالرحیم مندوخېله نه دی بېل شوی او ټول عمر یې د هغه په ((سایه)) کې تېر کړی. رضا وايي، مندوخېل ((لوی انسان)) او ((مشر قامي رهبر)) وو. رضا وايي، مندوخېل یوازې سیاستوال نه بلکې ((ډېر لوی عالم)) هم وو. دی د نوموړي د ژوند او سیاست په اړه معلومات ورکوي.