پاکستان سرشمېرنه: ځېنې لږکي هیله من، نور اندېښمن دي

تر ۱۹۹۸ز کال وروسته، په ۲۰۱۷ز کې په پاکستان کې لومړۍ سرشمېرنه روانه ده.

پراګ - د فرانسې خبري اژانس وايي، په پاکستان کې تر ټولو زیات عیسویان د لاهور په یوحنا اباد کې اوسي.

هلته یو سیاسي فعال کرېسټوفر خبري اژانس ته ویلي، په پاکستان کې روانې سرشمېرنې ته ځکه خوشاله دی چې یوې خوا ته به د عیسویانو کره شمېر معلوم شي او بلې خوا ته به په پارلېمان کې د دوی د استازیتوب کچ هم لوړ شي. دی وايي، دا مهال پارلېمان ته د دوی استازي د لسیزو پخوانۍ سرشمېرنې په حساب ورځي.

اژانس فرانس پرېس لیکي، له یو اټکل سره سم، په پاکستان کې له دوو تر ۱۰ میلیونه پورې عیسویان او له دوه نیم تر څلورو میلیونو پورې هندوان اوسي.

د نفوسو یا ابادې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې څانګه وايي، د پاکستان سرشمېرنه به نه یوازې لږکیو بلکې ټول ولس ته ګټه ورسي ځکه له نویو ارقامو سره به د سرچینو وېش اسانه او کره شي.

خو اې اېف پي ته احمدیانو ویلي چې په پاکستان کې تر ټولو زیات تشدد پر دوی کېږي او که دوی په سرشمېرنه کې خپله پېژندګلوي په ډاګه کړي نو ښايي له نور توپیر او تاوتریخوالي سره مخامخ شي نو ځکه غلي دي.

د احمدیانو ویاند سلیم الدین وايي، په بلوچستان کې د سرشمېرني افسرانو د یوه کلي جومات ته خلک ورغونډ کړي ول چې پکې یو کس د مذهب په خانه کی ((احمدی)) ولیکه نو خلکو له جوماته و ایست او هغه کس اوس له خپلې کورنۍ سره پټ شوی دی.

دی وايي، پخوا د هغه کس له عقیدې څوک خبر نه ول نو ژوند یې په ارامه روان وو.

همداراز، د سرشمېرنې کارکوونکي له خپل طرفه د احمدیانو د نومونو له کبله له هغو سره مسلمان لیکي – خو له قانون سره سم، که په پاکستان کې یو احمدی ځان ته مسلمان ووايي نو ورته د درو کلونو د بند سزا اورول کېدای شي.

په عین وخت کې سېکان ګیله من دي چې د سرشمېرنې په فارم کې د دوی لپاره ځانګړې خانه نشته.

په دې لړ کې عدالت وفاقي حکومت ته امر کړی چې په فارم کې دې د سېکانو خانه ورزیاته کړي، خو سېکان خوشبینه او هیله من نه ښکاري.

د پاکستان له اساسي قانون (ایین) سره سم، ټول وګړي برابر دي او په هغوی کې د مذهب، ژبې یا نسل پر اساس توپیر نشي پالل کېدای.