ریاض - د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ به د سعودي عربستان د سفر پر دویمه ورځ (یکشنبه) په ریاض کې د اسلامي هېوادونو د مشرانو غونډې ته وینا وکړي.
ډونلډ ټرمپ، د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز السعود او د افغانستان د ولسمشر اشرف غني په ګډون د اسلامي هېوادونو له پنځوسو زیات مشران به په دې غونډه کې ګډون وکړي.
په دې غونډه کې به د اسلامي دولت ډلې یا داعش او نورو سخت دریځو ډلو په وړاندې د مبارزې پر لارو چارو خبرې وشي.
دغې غونډې ته د ولسمشر ټرمپ وینا د هغه د بهرني سفر یوه مهمه برخه بلل کېږي.
ټرمپ منځني ختیځ ته د بهرني سفرله پیلېدو مخکې په اونیزه ویډیوي وینا کې چې د تیرې جمعې په ورځ له سپینې ماڼۍ خپره شوه، په دې اړه چې دی به د اسلامي هېوادونو مشرانو ته په وینا کې څه ووایي، یو لړ څرګندونې درلودې:
((زه به په دغې وینا کې په څرګنده او واضح د امریکا د خلکو نظریات بیان کړم. ډېرو دغو مشرانو مخ په زیاتیدونکي ډول د ترهګرۍ، د افراطیت د پراخوالي او له دغو دواړو د مالي تمویل برخه کې د ایران د رول په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.اوس داسې لیدل کېږي چې د اسلامي هېوادونو مشران دې ته تیار دي چې ډېر مسؤلیتونه په غاړه واخلي او په خپله سیمه کې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې پراخه ونډه واخلي. اوس د دې وخت رارسیدلی چې دغه کار وکړو، سره یوځای یې ترسره کړو. باید دغه کار وشي. ))
هغو د مسلمانانو ضد څرګندونو ته په پام سره چې ټرمپ د ولسمشرۍ په انتخاباتې کمپاین کې کړي او وروسته ځینې نوراقدمات یې چې د ولسمشرپه توګه کړي، د هغه دغه وینا به له نېژدې څارل کېږي.
ټرمپ هڅه کړې چې د یو شمېر اسلامي هېوادونو اتباع په موقت ډول متحدو ایالتونوته له ننوتو منع کړي.
ټرمپ به په دغه وینا کې چې د متن یوه کاپي یې له مخکې اسوشټېډ پرېس hژانس ترلاسه کړې، له اسلامي نړۍ د سخت دریځي او افراطیت په وړاندې د یوګډ دریځ غوښتنه وکړي.
هغه به دغې جګړې ته د ښو او بدو ترمنځ د جګړې نوم ورکړي او د عربي هېوادونو له مشرانو به وغواړي چې له خپلو عبادت ځایونو ترهګر لېرې کړي.
د ټرمپ د وینا په مسوده کې د اسلامي افراطي ترهګرۍ عبارت هغه چې ده مخکې د ولسمشرۍ په انتخاباتي کمپاین کې کارواه، یادونه نهده شوې.
ټرمپ هغه وخت پرپخواني ولسمشربارک اوباما او پر خپلې ډموکراتې رقیبې هیلري کلېنټن بیا-بیا انتقادونه کړي وچې ولې دغه عبارت نه کاروي.
ولسمشر ټرمپ به دغه راز د سوریې پرولسمشربشارالاسد د بشریت ضد نه ویلو جنایتونو په خاطر انتقاد وکړي او ایران به هم د سوریې په شپږکلنه کورنۍ جګړه کې د خپل رول په خاطر وغندي.
ټرمپ به د منځني ختیځ له ټولو پاک زړو ملتونو وغواړي چې په سیمه کې د ایران له خوا د بې ثباتۍ د هڅو د مخنیوي لپاره همکاري وکړي او په سیمه کې د قدرت یو انډول رامنځ ته کړي.
ټاکل شوې چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشربه په دغه سفر کې له سعودي وروسته د دوشنبې په ورځ اسرائیل ته ولاړشي.
د اسراییل پر صدراعظم برسېره د فلسطیني ادارې له مشر سره به لیدنې کتنې ترسره کړي او له هغه ځایه به واتیکان ته ولاړشي.
ټرمپ اروپا ته په سفر کې د ایټالیا په سیسلي کې د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو په سرمشریزه او وروسته د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو په سرمشریزه کې ګډون کوي.