په زیدې کلي کې د مشال خان څلوېښتۍ مراسم شوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مردان ولي خان پوهنتون د وژل شوي زده کوونکي مشال خان د څلوېښتۍ مراسم شوي دي. د صوابۍ په زیدې کلي کې د یکشنبې یا اتوار ورځې دې مراسمو ته ګڼ سیاسي مشران، فعالان، ولسي وګړي او پوهان ورغلي ول. دې غونډې ته په اسلام اباد کې د افغان سفارت یو پلاوی هم ورغلی وو. په مراسمو کې ویناوالو له حکومته غوښتنه وکړه چې د مشال خان قضیه دې پوځي عدالت ته وسپاري. ویډیويي رپورټ وګورئ.