ولسمشر ډونالد ټرمپ د اسرایيلو له وزیر اعظم او د فلسطيني ادارې له ولسمشر سره جلا-جلا ګوري او هيله څرګندوي چې د سولې مذاکراتو ته به نوی لور ورکړي چې له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې په ټپه درېدلي دي.
خو د ټرمپ ادارې چارواکي په دې اړه د لوی تغيیر وړاندوینه نهکوي او وايي، دغه سفر باید سمبولیک وګڼل شي.
د اسرایيلو يوې ورځپاڼې 'هایوم' سره په مرکه کې اسرایيلو ته د امریکا سفير ډېوېډ فرايډمن وویل، اوسمهال د ټرمپ هدف یوازې دا دی، خبرې پیل کړي چې سولې ته لار پرانیزي.
تر دې مخکې چې ټرمپ اسرایيلو ته ورسېږي، د دوشنبې په ورځ اسرایيليانو هغه اقتصادي اسانتياوې تایيد کړې چې په اړهيې د امریکا ولسمشر له دوی څخه غوښتنه کړې وه.
د کابينې په یوه بيان کې راغلي:
"امنیتي کابینې اقتصادي اقدامات تائيد کړل چې په فلسطيني سیمه کې به د ملکيانو ژوند اسانه کړي او دا وروسته له هغه چې ټرمپ وغوښتل د اعتماد رامنځته کولو لپاره بايد ځيني ګامونه پورته شي."
چارواکو ويلي چې په دغو اسانتياوو کې د اسرائيل تر کنټرول لاندې په لوېديځه تړانګه کې د فلسطينیانو لپاره د ودانیو جوړولو جوازونه شامل دي او دا هغه سیمې دي چې فلسطينيانو مخکې پهکې اجازه نهدرلوده.
د اسرائيل رسنیو راپور ورکړی چې په دغو اسانتياوو کې د لوېديځې تړانګې او اردن تر منځ د پولې د ۲۴ ساعته پرانیستې پرېښودو پرېکړه هم شامله ده.
اسرائيل د امریکا پخوانی متحد هېواد دی، خو ټرمپ به اوس هم ځيني سخت بحثونه کوي.
له ده ښايي د داعش ډلې په اړه د هغو محرمو معلوماتو په اړه هم پوښتنه وشي چې اسرایيل ترلاسه کړي وو او د رسنیو د راپور له مخې ټرمپ روسي چارواکو ته د اسرایيل له اجازې پرته ورکړل.
اسرایيل همداراز پر سعودي عربستان د هغو ۱۱۰ بیليونه ډالرو د وسلو د پلور په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې چې ټرمپ د شنبې په ورځ په رياض کې اعلان کړ.
رسنيو د یوه اسرایيلي چارواکي له خولې راپور ورکړی چې ویلي يې دي، دا هغه څه دي چې پرته له شکه باید موږ پرې اندېښمن شو.
ټرمپ د خپل کمپاين د وخت له هغې ژمنې هم په شا شو چې ويل يې د امريکا سفارت به له بيتالمقدسه تلابيب ته انتقال کړي.
د بيتالمقدس مقام د اسرایيل او فلسطین په خپلمنځي اړيکو کې تر ټولو حساسه موضوع ده.
فلسطينيان بيتالمقدس ته په راتلونکي کې د خپل دولت د پلازمېنې په سترګه ګوري.
اسرایيلو د ۱۹۶۷م کال د شپږ ورځنۍ جګړې پر مهال ختيځ بيتالمقدس له اردنه ونيوه او وروسته له جلا کولو يې دغه ښار د خپلې پلازمېنې په توګه اعلان کړ.
د اسرائيل دغه اقدام د نړيوالې ټولنې لهخوا هېڅکله په رسميت نهدی پېژندل شوی.
ټاکل شوې ده ټرمپ د دوشنبې په ورځ پر ځايي وخت د ماښام پر شپږ بجې د اسرائيل له صدراعظم بنيامن نتانیاهو سره وویني.
دی به د فلسطيني ادارې له ولسمشر محمود عباس سره د سې شنبې په ورځ په بيتالحم کې وويني.