په بوديجه کې د فاټا لپاره اېښودل شوې پيسې کافي نه دي: فاټا سياسي اتحاد

د قبايلي سيمو سياسي اتحاد د پاکستان پر مرکزي حکومت نيوکه کړې چې د راتلونکې مالي کال په بوديجه کې يې د قبايلي سيمو اړتياوو ته زيات پام نه دی کړی.

د پاکستان ماليې وزير اسحاق ډار د جمعې په ورځ د راتلونکې کال بوديجې وړاندې کولو پر وخت د فاټا لپاره ۲۶ اشاريه نهه اربه روپو اېښودلو اعلان وکړ.

د سياسي اتحاد يوه مشر نثار مومند د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وويل چې دا پيسې د جنګ ځپلي فاټا لپاره پوره نه دي.

نوموړي زياته کړه چې په کومه اندازه چې قبايلي سېمو ته تاوان رسېدلی هغه ته په کتو سره دوی دا پيسې کافي نه دي.

د پاکستان حکومت د جمعې په ورځ د ۲۰۱۷ – ۲۰۱۸ کال لپاره د څلور اعشاريه پنځه اويا ټرېلينه روپو بوديجه وړاندې کړه.

خو پر بوديجه اپوزيشن ګوندونو نيوکې کړې او وايي وړې صوبې له پامه غورځول شوې دي.

پر بوديجه به د يکشنبې له ورځې په قامي اسمبلۍ کې بحث پېلېږي.