امريکا د پخواني وژل شوي ولسمشر سلمه کليزه لمانځي

جان ايف کينيډي

نن په امريکا کې د پخواني وژل شوي ولسمشر جان ايف، کينيډي سلمه کليزه لمانځل کيږي. په دې لړ کې به د هغه د زيدنې په ځای، ميساچوسيټس ایالت کې بېلابلې دستورې وشي.

کينيډي په ۱۹۱۷ کال کې د می په ۲۹ تاريخ زيږيدلی وو. هغه په ۱۹۶۱ کال کې د امريکې پنځه ديرشم ولسمشر په توګه کار کاوه چې په ۱۹۶۳ کې ووژل شو. که هغه ژوندی وای نن د می په نهه ويشتمه به سل کلن وو.

د کينيډي مور پلار د ميسا چوسيټس ايالات په هينيس کې په يو لوی کور کې اوسيدل. همدلته جان ايف کينيډي او د هغه ورور رابرټ ايف کينډي هم اوسيدلي دی.

په دې ځای کې د جان ايف، کيڼيډي هينيس موزيم کې کينيډي ۱۰۰ په نامه د هغه د ژوند او کار په اړه نندارتون کيږي.

کله چې جان ايف کينيډي وژل کېده نو د هغه مېرمن جيکلين کينيډي ورسروه په موټر کې وه. جيکلين کينيډي په ۱۹۶۲ کال کې پاکستان ته هم تللې وه چې لاندې يې د سفر په اړه ويډيو او تصويرونه کتلی شئ.