د امریکا ملګرو او مخالفانو دواړو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر هغې پرېکړې انتقاد کړی چېوايي، خپل هېواد د اب هوا په اړه د پاریس له نړیوالې موافقې څخه باسي ځکه چې د ده په وینا، د ۲۰۱۵ز کال دا تړون د امریکا اقتصاد ته تاواني دی.
ټرمپ د پنجشبنې تېر ماښام په سپینه ماڼۍ کې وویل، دی به د نوي تړون تکل کوي. ده وویل، د اب و هوا په اړه له دې موافقې څخه په وتلو د امریکا او د وګړو د ساتنې دنده تر سره کوي او د امریکا خپلواکي بیا بحالوي.
د فرانسې، جرمني او اېټالیې مشرانو بېګا په یوه ګډ بیان کې وویل، دوی ((پر دې پوره قانع دي چې د دې موافقې په اړه بیا خبرې اترې نشي کېدای.))
دوی د ټرمپ پر پرېکړې خواشیني وښوده او پر نورې نړۍ یې غږ وکړ چې د اب و هوا د بدلون مخنیوي په اړه په چټکۍ اقدامات وکړي.
روسیې وویل، د ټرمپ د فیصلې درناوی کوي خو خپله له دې موافقې څخه پر وتلو غور نه کوي. د امریکا په ګډون ۱۹۵ هېوادونو د نړیوالې اب و هوا د خوندیتوب پر دې موافقې لاسلیک کړی. ټرمپ وویل،((لنډه دا چې د پاریس دا موافقه د امریکا لپاره تر ټولو زیاته نامنصفانه ده.))
ده دعوه وکړه چې د دې موافقې له عملي کېدو سره به د امریکا زیاته شتمني په نورو هېوادونو ووېشل شي.
خو ټرمپ دا هم وویل چې دی به په موافقې د ورګډېدو یا د یوې داسې نوې سودا لپاره مذاکرات وکړي چې شرایط یې د امریکا لپاره منصفانه وي.
شام او نېکاراګووا هغه هېوادونه دي چې پر دې موافقې یې لاسلیک نه دی کړی.