‘پر اقتصادي راهدارۍ دې عملي کار پیل شي’

د پاکستان وفاقي حکومت د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ لپاره د سېنټ پارلېماني کمېټۍ په سپارښتنو د ګلګت چترال او بيا تر چکدرې د سړک جوړولو په اړه د سړکونو جوړولو قامي ادارې راپور غوښتي دی.

بلخوا د سي پېک پارلېماني کمېټي وايي چې حکومت دې دا پروژه نه ځنډوي او د راپورونو پر ځای دې ژر تر ژره عملي کار پیل کړي.

د سي پېک لپاره د سېنټ پارلېماني کمېټۍ غړي سېنټر هدايت الله مشال راډيو ته وويل چې کمېټۍ يې څو وارې له حکومته دا غوښتنه کړې چې له ګلګته تر چترال او بيا تر چکدرې دا سړک د اقتصادي راهدارۍ متبادله لاره وګرځوي چې ورسره به نه یوازې افغانستان بلکه مينځنۍ اسيا ته هم رسايي اسانه شي.

د نوموړي په وینا، قراقرم سړک په کال کې څو وارې د مختلفو وجوهاتو له وجې بند وي چې پکې يو خراب امنیتي حالت هم دی. که حکومت دا متبادل لاره جوړ کړي نو دا شان به ورسره د تجارت لپاره دا بله لاره موجوده وي.

نوموړي زياته کړه چې ترڅو حکومت دغې لارې لپاره پېسې بيلې نکړي او کار پرې پیل نه کړي نو تر هغې پرې باور نه لري.

د ذکر ده چې د قامي اسمبلۍ د مواصلاتو قايمه کميټۍ هم پروسږ کال په اګست مياشت کې له نوښاره تر چترال پورې سړک د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ متبادل سړک د ګرځولو سفارش کړی وو.

خو په پاکستان کې د سي پېک د مطبوعاتي څانګې مشر شوکت خټک وايي چې په دې ورستیو کې په چين کې شوې غونډه کې د خېبرپښتونخوا حکومت په غوښتنه د دې سړک منظوري ورکړې وه .

نوموړي زياته کړه چې دې سړک جوړولو نه به تر ټولو زياته ګټه د خېبرپښتونخوا ملاکنډ ډويژن او له ګلګته تر شندور پورې اوسېدونکو خلکو ته رسېږي.

په چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ نظر لرونکې فضل سعيد هم وايي که حکومت دا سړک جوړ کړي نو دا شان به د خيبرپښتونخوا د مختلفو سيمو له لارې نه افغانستان بلکه مينځنۍ اسيا ته رسايي نوره هم اسانه شي چې ورسره به تجارت هم زيات شي.

د نوموړي وينا وه که يو سوداګر له چينه افغانستان او يا منځنۍ آسيا ته مال راوړل غواړي نو هغه به د قراقرم سړک پرځای دې لارې ته ترجيح ورکوي ځکه چې دا نه صرف نږدې دې بلکه په دې لاره موسم هم ښه وي.

یاده دې وي چې په ۲۰۱۵م کال د اپريل په مياشت کې د چين صدر ژي جن پنګ او د پاکستان وزيراعظم نواز شريف په اسلام آباد کېد ٤٦ اربه ډالرو ماليت منصوبې لاس ليک کړی وې چې پکې د نورو تر څنګ د اقتصادي راهدارۍ منصوبه هم شامل وه.