د مشال خان د وژنې له پلټنیز رپورټه مطمین یم: محمد اقبال

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مردان په ولي خان پوهنتون کې د وژل شوي زده کوونکي مشال خان پلار محمد اقبال وايي، د زوی د وژنې په اړه د پلټونکې ډلې له رپورټه مطمین دی او دا چې وژونکیو ته دې سخته سزا ورکړل شي. نوموړی وايي، دا د دولت یا ریاست کار دی چې اوس قضیه څنګه پر مخ وړي. نوموړي د دوشنبې پر ورځ د پېښور د خبریالانو په مرکز کې غونډې ته وینا کوله چې یوه برخه یې په ویډیو کې لیدلای شئ.