پر ایراني پارلېمان او د خمېني پر مزار بریدونو ۱۲ تنه وژلي

د ایران پارلیمان ودانۍ سره نږدې خلک راټول دي

ایراني چارواکي وايي په تهران کې په پارلېمان او د ايت الله خمېني پر مزار ترسره شویو بريدونو کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي دي.

د ايران بيړنۍ څانګې مشر پير حسين ويلي دي چې د چارشنبې په ورځ په ترسره شویو دغو بريدونو کې ۳۹ کسان ژوبل هم دي او د ده په خبره امدادي هلې ځلې روانې دي.

د پارلیمان له ودانۍ څخه یوه مېرمن ژغورل کېږي

د داعش وسله والې ډلې سره اړه لرونکي خبري اژانس عماق ويلي دي چې بريد داعش وسله والې ډلې ترسره کړی. په عين حال کې ايراني رسنۍ وايي په پارلمان بريد سرته رسيدلی.پريس ټلي ويژن وايي په بريد کونکو کې دوه ښځې او يو سړی شامل دي.ياد ټلي ويژن مخکې ويلي وو چې درې بريدکونکي نيول شوي چې یو یې ځانمرګي بريد ګر و.د ايران استخباراتي ادارې ويلي دي بريدونه ترهه ګرو ډلو ترسره کړي دي.

په تيرو وختونو کې هم ايران په وار وار ويلي چې دوی ته له داعش وسله والې ډلې خطر دی. بلخوا سعودي عرب د ترهه ګرۍ مخنيوي لپاره د يوشمير هيوادونو اتحاد جوړ کړی خو ايران په کې نه دی شامل او ايران تور لګوي چې دغه اتحاد د دوي پر ضد دی.

په ایران کې په نولس سوه اويايمه لسيزه کې د هغه وخت د ايران د پهلوي رژیم یوه ډله مخالفین د امام خمیني په مشرۍ را پاڅیدل او مقاومت یې پیل کړ. په دغه پاڅون کې ډېر شمېر پاڅون کوونکي ووژل شول او امام خمیني هم زندان ته واچول شو.

د څو ورځو په تېرېدو سره هغه بېرته را خلاص شو او د سیاسي فشارونو له امله لومړی ترکیې او بیا عراق ته ولاړ. نوموړی څه موده وروسته فرانسې ته ولاړ او په( 1978م ) کې د پهلوي رژیم پر خلاف په ایران کې د خلکو پراخ لاریونونه وشول چې په نتيجه کې يې پهلوي رژیم ماتې وخوړله.

په ( 1979م ) کې د ایران باچا له هیواده ووت او په دغه هیواد کې انقلاب بریالی شو او امام خمیني هم په دې کال کې له فرانس څخه ایران ته لاړ او د انقلاب د مشر په توګه وپیژندل شو.