د ((سندرې جادوګرې)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
په خپرونه کې دا اوونۍ د نوميالي سندرغاړي، هدايت الله مشهوري سندرې او د هغه د ژوند او فن په اړه لنډ معلومات اورئ.
هدايت الله د خپل ژوند يوه زياته برخه پښتو موسيقۍ ته ورکړې. د پښتو فلمونو لپاره ويلې سندرې يې په ولس کې زياتې مقبولې شوې دي.
هدايت الله دا مهال ناروغه دی او په پېښور کې له خپلې يوې لور سره د بېوزلۍ ژوند تېروي.
خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.