امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو ماموریت د پای ته رسېدو په خاطر د اوس لپاره نېټه نه ټاکي.
دا خبره د امریکا دفاع وزیر جیمز مېټېس او د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د چارشنبې په ورځ په سډني کې وکړه.
د امریکا بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو په سډني کې د سېشنبې په ورځ د اسټرالیا او د امریکا وزیرانو په مشاورتي غونډه کې برخه واخیسته او د دې غونډې ترڅنګ یې دا خبره هم وکړه چې واشنګتن به پرې نه ږدي چې افغانستان د ترهګرو په خوندي پناه ځای بدل شي.
د راپورونو له مخې د امریکا د ملي امنیت د شورا چارواکي په افغانستان کې د امریکا پر ستراتیژۍ غور کوي چې تمه ده روانه میاشت به اعلان شي.