خارجه دفتر زیاتوي چې پاکستان ته د شانګهای همکاریو تنظیم د مستقل رکنیت ورکولو پرېکړه په ۲۰۱۵ کې د روسیې اوفا ښار په سرمشریزه کې شوې وه.
د سيمه ايزو چارو کارپوه او د پېښور پوهنتون د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز مشر ډاکتر سرفراز وايي چې د شانګهای تنظيم غړيتوب سره به ن پاکستان ته په اقتصادي ميدان او د تره ګرۍ پرضد هلو ځلو کې مرسته ميلاو شي. دی زیاتوي چې د شانګهای تنظيم معاشي ايجنډا کې د پاکستان دلچسپي زياته ده او د ترهګرۍ او نشه یی توکیو خلاف کار کولو خواهش د نورو ملکونو زيات دی.
پکار ده چې دواړو څيزونو کې له يو بل سرهرعايت وشي، څه څيزونو لکه ترهه ګرۍاو د نشه یي توکیو پرضد له پاکستان سره مرستي وکړي او ترې وا یې خلي او دويم دا چې په معاشي معاملاتو کې د پاکستان مرستي وکړل شي.
د څارونکو یا مبصر ملکونو په فهرست کې پاکستان ، هند ، افغانستان ، ایران ، بېلا روس او منګولیا شامل دي.
ډاکټړ سرفراز زياته کړه چې د پاکستان او هند په شان که افغانستان هم د دې مستقل غړی شي نو دا به د درې واړو ملکونو خپلمينځيو اړيکو او د سيمي امنيت او ثبات لپاره ګټه ور وي.
د ده په وېنا چې تر څو په پاکستان افغانستان کې معيشت ته وده نه وي ورکړې شوې او دلته د ترهګرۍ مخنيوې نه وي شوی نو د تنظيم مقصد نه شي تر لاسه کېدلی. که پاکستان، افغانستان او هند په دې تنظيم کې شامل شي نو له دې سره به د دغه هېوادونو خپلمينځۍ شخړې پکې هوارې شي.
د شانګهای همکاریو تنظیم د سرمشریزې دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون لپاره وزیراعظم نوازشریف د استانا په سفر تللی.
د راپورونو ترمخه چې هند ته به هم دې سرمشریزه غونډه کې بشپړه رکنیت ورکول کېږي او د دې د ترلاسه کولو ورستو به پاکستان او هند له اوسنیو دایمي غړيو لکه چین، روس، قزاقستان، کرغېزستان، تاجکستان او ازبکستان سره یوځای شي.
دا تنظیم په۲۰۰۱ م کال د چین په شانګهای کې جوړ شوی وو چې موخه یې د غړيو هېوادونو ترمينځ اړیکو ته او اقتصادي هلو ځلو ته وده ورکول، په سيمه کې امن پرځایکول او د ترهګرۍ او سختدرېځۍ پرضد کار کول دي.