بریتانوی ولس خپل نوی حکومت ټاکي

بریتانیا: په اوسنیو ټاکنو کې د تېریزا مې په مشرۍ د کنزوېټو ګوند او د جېریمي کوربین په مشرۍ د لېبر ګوند ترمنځ سیالي ده.

د پنچنشبنې ورځ د بریتانیا ولس د خپل راتلونکې حکومت ټاکلو لپاره رایې اچوي. په دې کې به د موجوده وزیراعظمې تېریزا مېکنزروېټیو ګوند او حکومت مخالفه لېبر ګوند ترمنځ سخته مقابله وي.

څېړونکي وايي د بریتاینا د دې انتخاباتو په نتیجه کې جوړیدونکي نوي حکومت لپاره تر ټولو مهم کار له اروپايي ټولنې د وتلو مذاکرات ګڼل کېږي، دا راز له دې هېواده د سکاټلېنډ د جدا کېدلو په معامله به هم اغیز کوي.

د بریتانیا په اوسني ولسي جرګه (ایوان زېرین) کې د تیریزا مې کنزویټیو ګوند ۳۳۰ چوکۍ لري چې د ۱۷ چوکیو په اکثریت یې حکومت جوړ کړی دی او تمه کوي چې د دې انتخاباتو په نتیجه کې به لږ تر لږه د سلو چوکیو په اکثریت حکومت جوړ کړي.

که څه هم دوړاندینیو سروېګانو ترمخه کنزرویټیو ګوند له لېبر ګونده معمولي مخکې روان دی خو د روانې میاشتې په درېیمه نېټه د لندن تر ترهه ګرو بریدونو وروسته د تېریزا مې مقبولیت سېوا شوی چې د خلکو په اند دا د ترهګرۍ ضد مبارزه کې بریالۍ کېدلی شي نو له دې وجې تازه سروېګانې ښيي چې کنزروېټیو ګوند به په نننیو انتخاباتو کې ۴۳ فیصده او لېبر ګوند به خوا اوشا ۳۷ فیصده رایې ترلاسه کړي.

دا راز وړاندې په انتخاباتو کې له یورپي ټولنې د برتانیا د وتلو خبره مهمه ګڼل کېدله او اوس پکې د هېواد د امنیت موضوع هم راپورته شوې ده.

بلخوا تېریزا مې په انتخاباتي کمپاین کې ژمنه کړې چې له یورپي ټولنې د وتلو د مذاکراتو لپاره د ټیم غړي به سېوا کوي چې دا راز ګټه ورې خبرې اترې ممکنې شي.

له یورپي ټولنې د وتلو له وجې به په بریتانیا کې د یوشمېر نورو خبرو ترڅنګ په کارونو، روزګارونو، او ولسي خېر ښیګړې اثر غورځېږي. له یادو دوو ګوندونو علاوه هم سکاټش نېشنل ګوند او لیبرل ډیموکراټیک ګوند په دې انتخاباتو کې برخه اخلي خو په دوی کې یو ګوند هم له لسو فیصدو زیاتو رایو ترلاسه کولو جوګه نه دي.