'نواز شریف دې ګډې پلټونکې کمېټۍ ته وړاندې شي'

د پاناما اسنادو پلټنو لپاره جوړې ګډې پلټونکې ډلې د پاکستان وزيراعظم نواز شريف ته نوټس لېږلی چې د جون په ۱۵مه نېټه ې ورته وړاندې شي.

د اطلاعاتو او نشرياتو وزيرمملکت مريم اورنګزېب د اتوار په ورځ مطبوعاتو ته وويل چې وزيراعظم نواز شريف خپلځان د احتساب لپاره وړاندې کړی دی.

تر دې مخکې د نواز شریف دواړه ځامن، چې په پاناما اسنادو کې یې نومونه راغلي، هم د یاد ټیم پروړاندې څو واره حاضر شوي دي.

په پارلېمان کې د حکومت مخالفه ګوندونه د جي ای ټي لخوا د وزیراعظم وربلل یو ښه عمل بولي او وايي چې د ياد ټيم لخوا وزيراعظم ته له نوټس لېږلو دا جوته شوه چې هغوی بې له فشاره کار کوي.

د پاکستان تحريک انصاف منتخب پارلېماني استازی علي محمد خان وايي چې د وزيراعظم جي ای ټي ته له وړاندېکېدو به ولسي وګړو ته دا پيغام ولاړ شي چې قانون په زورور او کمزورو دواړو عملي کېږي او د تحقيقاتي ټيم دا ذمه واري جوړېږي چې انصاف دې وکړي.

خو د جماعت اسلامي پارلېماني استازې عايشه سید وايي، ګوند يې غوښتل چې د کرپشن په لړ کې دې لومړۍ پلټنې له وزيراعظم او د هغه له کورنۍ پیل شي او هم داسې وشوه نو دا يې د ګوند او د ولس دواړو کاميابي ده.

د ذکر ده چې سپريم کورټ د اپرېل په ۲۰ م نېټه د پاناما کېس د نورو تحقیقاتو لپاره د شپږ کسيزه کمېټۍ جوړولو امر کړی وو او ويلي يې وو چې دغه کمېټۍ دې په ۶۰ ورځو کې له وزيراعظمه او د هغه له کورنۍ پلټنې وکړي او عدالت ته دې یې وړاندې کړي

د سپريم کورټ په درې ججانو مشتمل بنچ د مۍ په شپږمه (۶) د جي ای ټي د غړیو نومونه اعلان کړل چې پکې د فېډرالي تحقيقاتي ادارې (اېف ايي اې)، قامي احتساب ادارې (نېب)، سټېټ بانک، سيکيوریټي اېکسچېنج کمیشن اف پاکستان او د استخباراتي ادارو ای اېس ای او اېم ای يو یو غړی شامل دي.