"د ولسمشر ټرمپ پرضد په انصاف کې د خنډ اچولو پلټنې"

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه ليکي، د امريکا ځانګړي سلاکار روبرټ مولر ددې جاج اخلي چې ولسمشر ډونلډ ترمپ خو په انتخاباتو کې د روس مبينه مداخلې په اړه د پلټنې فيدرالي ادارې د روانو تحقيقاتو او د دې ادارې د پخواني مشر جېمز کومي له دندې څخه په ليرېکولو د انصاف پروړاندې خنډ اچولی دی که څنګه؟

واشنګټن پوسټ کاږي چې د ډونلډ ټرمپ له لورېد انصاف په کولو کې د ممکنه خنډ اچولو په اړه پلټنې له هغه وروسته پيل شوې چې ښاغلي ټرمپ د پلټنې فيدرالي ادارې پخوانی مشر جېمز کومي له دندې ليري کړی وو.

ورځپاڼي دا راپور د نا مالومو چارواکو د خبرو پر اساس خپور کړی چې دې په امريکايي انتخاباتو کې د روس د مداخلې په اړه نږدې يو کال وړاندې پيل شويو پلټنو ته يو بل رُخ ورکړی دی.

د ايف بي ای ليري کړل شوی مشر جېمز کومي تېره اوونۍ د ګواهي ورکولو پر مهال ويلي وو چې دی ځکه له خپلې دندې ګوښه کړل شو چې ډونلډ ټرمپ په انتخاباتو کې د روس د مداخلې په اړه روانو پلټنو په لړ کې له ده خوشاله نه وو.

که څه هم په ظاهره داسې نه ښکاري چې پر چوکۍ ناست ولسمشر پرضد د جرم مقدمه وچلېږي خو البته په انصاف کې د خنډ اچولو خبره ښايي د کانګرس له لورې د ښاغلي ټرمپ د مواخذي لپاره يو بنياد و ګرځي.

خو ولسمشر ټرمپ دا خبره بې ځایه بللې ده.

دډونلډ ټرمپ د قان پوهانو ډلې د واشنګټن پوسټتازه رپورټ غندلی دی.

ددې ډلې وياند مارک کورالو ويلي، د ولسمشر په اړه د ايف بي ای په ډاګه شوي مالومات خواشينونکي، ناقانونه او د بخښلو وړه نه دي.

د جېمز کومي تر ګوښه کولو وروسته تېره اوونۍ د ډونلډ ټرمپ يوه نږدې مرستيال ويلي وو چې ولسمشر د ښاغلي روبرټ مولر له دندې په ليري کولو غور کوي.

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلی مولر د انصاف وزارت له خواټاکل شویچې دارنګه د امريکا په انتخاباتو کې د روس د مداخلې د تورونو پلټني وکړي.

د نيوزمېکس ميډيا مشرکرسټوفر روډي تر څرګندونو وروسته له پی بي ايس ټيلي ويژن چېنل سره د مرکې پر مهال سپینې ماڼۍ دا خبره رد کړې چې ګواکې ډونلډ ټرمپ دروبرټ مولر د ګوښه کولو پلان لري البته په وينا يې هغه د داسي کولو حق لري.

که څه هم په ظاهره داسې نه ښکاري چې پر چوکۍ ناست ولسمشر پرضد د جرم مقدمه وچلېږي خو البته په انصاف کې د خنډ اچولو خبره ښايي د کانګرس له لورې د ښاغلي ټرمپ د مواخذي لپاره يو بنياد و ګرځي.