کوټه: تشناب نه شته، ګڼو نجونو ښوونځی پرېښود
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د بلوچستان مرکز کوټې د خروټ اباد په یوه ښوونځي کې د تشناب نه لرلو له وجې لسګونو نجونو خپلې زده کړې پرېښي دي. د خروټ اباد، صدیق اباد سکول زده کوونکې او استادانې وايي چې ټولګیو کې څوکۍ او مېزونه هم نه شته، ټولې نجونه پر ځمکه ویړو ټاټونو باندې ناستې وي. د مشال راډيو خبریال ایوب ترین دغه سکول ته ورغلی او ویډيو راپور یې پر کښلی دی.