اسحاق ډار: د تورخم او چمن پر پوله به ودانۍ ګټورې وي

د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار

د پاکستان د خزانې وفاقي وزير سېنټر اسحاق ډار د افغانستان له پولې سره په تورخم او چمن كې د كمپلېكس جوړولو پر كار د اطمينان څرګندونه کړې او ويلي یې دي چې اړوند محکمې دې منصوبه پر وخت پای ته ورسوي چې ورسره سيمه ييز تجارت وده وکړي.

د پاکستان د خزانې وزارت په خپلې خبرپاڼه کې لیکلي چې د جمعې په ورځ د خزانې وزير اسحاق ډارپه تورخم او چمن کې د ودانۍ (کمپلېکس) جوړولو جايزې غونډې مشري کولو پر وخت وويل چې دا پروژه سيمه ييزې رابطې زياتولو او اقتصادي راهدارۍ په اړه د حکومتي سوچ څرګندونې کوي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې غونډې ته د اسيايي پرمختيايي بېنک كنټري ډايرېكټر وويل چې بانک يې د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره تجارت ته ودې ورکولو لپاره دې پروژې ته اهميت ورکوي او غواړي چې ژر تر ژره دې سرته ورسول شي.

په پاکستان کې د اقتصادي چارو کارپوهان وايي چې د دې پروژې له عملي کولو سره به د پاکستان او افغانستان ترمېنځه نه صرف تجارت ته وده ترلاسه شي بلکې تاجرانو ته ورپېښې ستونزې به هم ورسره راکمې شي.

په نړيوال اسلامي پوهنتون کې د اقتصادياتو استاد ډاکټر معراج الحق وايي چې حکومت په کار وو چې له ډېر وړاندې دا پروژه یې سرته رسولې وای.

د ده په وینا ، دا ځکه چې خپل منځي اختلافاتو او تاجرانو ته اسانتياوې نه ترلاسه کېدو له وجې د دواړو هېوادونو ترمېنځ تجارت زياتېدو پرځای وخت پر وخت کمېږي.

ډاکټر معراج الحقوویل چې د پاکستان او افغانستان حکومتونه وخت پر وخت د دې خبرې ګردان کوي چې په راتلونکي څو کلونو کې به خپل مېنځي تجارت له دوو تر پنځه اربه ډالرو ته رسوي که حکومت دا قسمه ګامونه پورته کړي او د دواړو خواو تاجرانو ته اسانتياوې ترلاسه شي نو امکان دې چې بيا به خپل هدف ترلاسه کړي.

د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار دا خبره له هغه شاوخوا دوې اونۍ ورسته کوي چې تر څو میاشتو یې د تورخم او چمن لارې تړلې وې.

په پېښور او چمن کې د تجارانو اتحادیو مشرانو مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان له خوا د دې لارو بندېدو دوي ته په کروړونو روپیو زیان اړولی دی.