داعش ۸۴۵ کاله زوړ جومات وران کړی دی

په موصل ښار کې دا جومات په ۱۱۷۲ مېلادي کال کې جوړ شوی وو چې تاريخي مينارې يې يو طرف ته کږې دي.

اسلامي دولت وسله والې ډلې د عراق په موصل ښارکې اته سوه پنځه څلوېښت کاله زوړ النوري جومات وران کړی دی.

په موصل ښار کې دا جومات په ۱۱۷۲ مېلادي کال کې جوړ شوی وو چې تاريخي مينارې يې يو طرف ته کږې دي.

هم دلته د اسلامي دولت وسله والې ډلې مشر ابوبکر البغدادي د ۲۰۱۴ کال د جولايي په مياشت کې خلافت اعلان کړی وو.

د جومات پر مينارو تر درې کالونو پورې د د اعش بېرغ رپېدلو خو د عراق وزير اعظم حيدر العبادي په خبره، د جومات په ورانولو سره داعش د خپلې ماتې رسمي اعلان وکړ.

د جومات تر ورانولو له مخه عراقيو ځواکونو د ښار زوړ مرکز محاصره کړ او دا هغه وروستۍ سيمه وه چې د اسلامې دولت وسله والې ډلې په کنټرول کې وه.

لوړپوړي امريکايي قومندان مېجر جنرل جوزف مارتن د جومات ورانول د موصل او ټولو عراقيانو پرضد جرم بللی او زياته یې کړه، دا يو مثال دی چې بايد خامخا دا ډله په بشپړه توګه له منځه يوړل شي.

دا لومړۍ ځل نه دی بلکې داعش وسله والو د عراق او شام د پالميرا په ګډون يوشمېر نور تاريخي ځایونه وران کړي دي.

کله چې د ۲۰۱۴ کال د جون په مياشت کې داعش د موصل ښار قبضه کړ نو هغه مينارې چې عراقيان له نازهالحدبا ياني د اوښ کومی یا بوک وايي، ورانې کړې وې.

داعش وسله والو د عراق او شام يوشمېر تاريخي ځایونه وران کړي دي.

د موصل خلکو هغه وخت د انساني ځنځير په جوړولو سره جومات خوندي کړی وو.

عراقي چارواکيو په شخصي ناستو کې هيله ښودلې چې تر وړوکي اختره به جومات له داعشه بېرته و نيسي.

تر چاودنې وروسته د اسلامې دولت وسله والې ډلې عماق اژانس ادعا کړې ده چې جومات د امريکا په هوايي بمبار کې تباه شوی دی خو داعش ضد ايتلاف دا ادعا رد کړه.