روحاني: ایران د قطر له حکومت سره ولاړ دی

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویب پاڼي د دوشنبې په ورځ ویلي چې نوموړي د سعودي عرب په مشری پر قطر بندیدونه رد کړي دي.

سعودي عرب، متحده عربي اماراتو ، مصر او بحرین د جون پر پنځمه پر دې تور له قطر سره اړیکې پرې کړي چې ګواکې قطر د اسلامي سختدریځوو ملاتړ کوي خو قطر دا تورونه ردوي.

یادو هېوادونو له قطر نورې دیارلس غوښتنې هم کړي دي چې پکې د الجزیره ټېليویژن بندول، له ایران سره اړیکې شلول، ترکۍ اډې تړل او تاوانونه ادا کول شامل دي.

ولسمشر روحاني ویلي، تهران له قطري ولس او حکومت سره وړلا دي او فشارونه ، ګواښونه یا بندیزونه د اختلافونو ختمولو لپاره سمه لاره نه ده.