مجاهد افضل له کوره روغ وتلی وو، په ټکړو کې ګور ته يووړل شو

مجاهد افضل

پراګ - د جون ۲۳ مه نېټه ده، د جمعې مازيګر دی، د غم خبر نور افضل له خوبه پاڅوي، په ګاډي کې کښېني او د پاړه چنار له توري مارکېټ سره د چاودنو ځای ته ځان رسوي.

هغه د زخميانو په پورته کولو بوخت دی چې يو کس يې په اوږه لاس ږدي او ورته هسپتال ته تللو وايي.

نور افضل روغتون ته رسي، هلته ګوري چې زوی وجاهت افضل يې په زخمي حالت کې پروت دی، هغه په غریو نیولي غږ کې وايي، بابا ورور مجاهد [افضل] مې په چاودنه کې مړ شو.

تر مرګ يوه ورځ مخکې مجاهد هديرې ته تللی وو او د خپل نيکه د قبر جوړولو اراده يې کړې وه خو دوه ورځې وروسته هم هلته يې خپل قبر جوړ شو.

د ۲۹ کلن مجاهد افضل د مرګ خبر نور افضل لړزوي خو لا هم خبر نه دی چې د غم د پاسه غم وي.

هغه، د هغه وروڼه، عزيزان او دوستان ټول له هسپتاله تر امام باړې او له امام باړې تر ليويز ځواک تر تاڼې د مجاهد د مړي لټون پېلوي.

ماښام شو، شپه شوه او سهار شو خو د مجاهد افضل مړی لا هم نه دی موندل شوی.

کورنۍ يې لټون هم کوي او اوښکي هم تويوي.

نور افضل وايي، ((دومره مو ژړلي دي چې بس اوښکي مو وچې شوې.))

په پاړه چنار کې د “شهیدانو شپه” ولمانځل شوه

په پاړه چینار کې په اختر ویر او توره ورځ ده

د شنبې یا خالي پر سهار (د جون ۲۴مه) نهه بجې شوې، په امام باړه کې څلور تابوتونه پراته دي او نور افضل له لاس او پښو دا اندازه لګوي چې ښايي دا د مجاهد مړی دی.

وجاهت افضل وايي،چاودنه نه وه، د ((اور طوفان)) وو.

مجاهد له کوره روغ وتلی وو او په ټکړو کې ګور ته يووړل شو.

د ده زخمي ورور وجاهت افضل وايي، دوی پر موټر سايکل سپاره ول چې شاوخوا ۴۰ ګامه لرې يې د چاودنې غږ واورېد.

مجاهد وايي، ((وجاهته راځه هسپتال ته ورشو)) خو وجاهت وايي، ((نه راځه د پېښې ځای ته ورشو او د زخميانو مرسته وکړو.))

مجاهد د وجاهت خبره مني، دوی دوه زخميان پورته کوي او په ګاډي ته يې خېژوي، بېرته راځي چې په څو شېبو کې بله چاودنه کېږي.

وجاهت وايي،چاودنه نه وه، د ((اور طوفان)) وو.

((زه پرېوتم، کوشش مې وکړ چې مجاهد ته ورشم خو اور دومره زيات وو چې ورتللی نشوم.))

خو ده ته هم هغه وخت اندازه وه چې مجاهد به ښايي مړ وي.

د مجاهد کوټې ته هېڅوک د ننوتلو حوصله نشي کولای، موټر سايکل يې په غولي کې ولاړ دی او پر دسترخوان يې ځای خالي وي.
نور افضل

تر مرګ يوه ورځ مخکې مجاهد هديرې ته تللی وو او د خپل نيکه د قبر جوړولو اراده يې کړې وه خو دوه ورځې وروسته هم هلته يې خپل قبر جوړ شو.

هغه لا هم ځوان وو، د راولپېنډۍ د بحريه پوهنتون زده کوونکی وو، دا ځل د هغه په ژوند کې دوه اخترونه راتلونکي ول.

يو وړوکۍ اختر او بل د کوژدې کولو، خو ده دواړه اخترونه ګور ته يووړل.

خپله يې هم انجينري لوسته او هغه نجلۍ چې ورسره يې کوژده کېده، هغه هم انجينره وه.

نور افضل چې کله د زوی د کوژدې خبره راته کوله نو ژړغونی شو او د يو څو شېبو لپاره يې غږ په مرۍ کې وچ شو.

بيا يې په ژړغوني غږ کې وويل، د مجاهد کوټې ته هېڅوک د ننوتلو حوصله نشي کولای، موټر سايکل يې په غولي کې ولاړ دی او د دسترخوان ځای يې خالي پروت وي.

دا هرڅه يې مور،پلار، خویندې او وروڼه ځوروي....