د روغتون ساتنه د کرمزخېلو ذمه واري ده. پولیټیکل اجنټ
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د تېرې جون میاشتې په ورستیو کې په یوه سرکاري روغتون کې د ناڅرګندو کسانو له لورو د دوو زړو امبولانسونو سوځولو په تور د وزیرو کرمزخېل ټبر ۶۰ تنه نیول شوي دي.
د کرمزخېلې قبیلې یوه مشر ایاز وزیر مشال راډيو ته وویل چې په هسپتال کې د امبولانسونو او دوایانو سوځول یو منظم سازش دی چې په بدل کې یې د دوی د ټبر کسان نیول شوي دي.
همدا خبره د جنوبي وزیرستان پولیټیکل اجنټ ظفر الاسلام هم کوي. دی وايي، د کرمزخېلو قبیلې کسان یې ځکه نیولي چې د هسپتال ساتنه د دوی ذمه واري ده. د دغې قبیلې خلک د دغه هسپتال پر ساتنه ګمارل شوي دي. دی وايي له کرمزخېلو مشران سره یې خبرې روانې دي چې په پېښه کې ککړ اصل کسان ورته وسپارل شي.