ټرمپ: روسيه دې په هېوادونو کې له مداخلې لاس واخلي

ډونلډ ټرمپ په وارسا کې د وينا پر مهال

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خپلو اروپايي اتحاديانو وغوښتل چې له امریکا سره یو ځای شي او د اسلامي سختدريځو د ګواښ په وړاندې د لوېديځ دفاع وکړي.

نوموړي اروپا ته په خپل دوهم رسمي سفر کې د پولېنډ په پلازمینه وارسا کې د کراسینسکي په نوم تاریخي میدان کې خلکو ته وینا وکړه.

ټرمپ د امریکا د یوه پخواني متحد په توګه د پولېنډ ستاینه وکړه او هغه یې د نورو لپاره یوه بېلګه وبلله.

نوموړي د دې وینا په ترڅ کې پر روسیې غږ وکړ چې په سیمه کې د بې ثباته کوونکو اقداماتو او هم په هېوادونو کې له مداخلې لاس واخلي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ له روسیې غواړو چې په اوکراین کې له مداخلې او هم د ایران او شام په ګډون په نورو سیمو کې د رژیمونو له ملاتړه لاس واخلي او پر ځای یې د ګډ دښمن په وړاندي جګړې کولو ته سره یوځای شي."

په همدې حال کې د کرملېن یوه ویاند ویلي، مسکو د ډونلډ ټرمپ لخوا د روسیې د چلند له هغه تعریف سره موافق نه دی چې دا هېواد یې بې ثبات کوونکی بللی دی.

دی وایي، کرملين د روسیې او امریکا ترمنځ د درک د نه موجودیت له کبله خواشینی دی.

ډونلډ ټرمپ په وارسا کې د خبرو پر مهال د ناټو ایتلاف په برخه کې د واشنګټن پر ژمنو ټینګار وکړ او ویې ویل:

"امریکا په وار وار نه یوازي په خبرو بلکې په عمل کې د ناټو ايتلاف د پنځمې مادې خپل ملاتړ ښودلی دی."

ډونلډ ټرمپ دغه راز د پنجشنبې په ورځ "د درې سمندرونو نوښت" په نوم پروژې په سرمشریزه کې هم ګډون وکړ.

د امریکا ولسمشر په دې سرمشریزه کې د ختیځي اروپا مشران چې د روسیې پر توانايي د تکيې له کبله اندېښنه لري وهڅول چې د امریکا د موجود اوبلن ګېس له سرچينو کار واخلي.

ټرمپ وویل چې امریکا به د هغوی تر ټولو پیاوړی او ثابت متحد وي.

نوموړي د وينا پر مهال د شمالي کوریا لخوا د بېلسټیک توغندي وروستۍ ازموینې ته په اشارې د هغه هېواد د مشرانو چلند ډېر خطرناک وباله او ویلې یې دي چې د دې چلند په وړاندې پر ډېرو سختو ځوابونو فکر کوي.

ټرمپ د پولېنډ له سفر وروسته د جرمني هامبورګ ښار ته ولاړی. ټاکل شوې چې نوموړی هلته سبا (جمعه) د ۲۰ سترو اقتصادي هېوادونو په سرمشریزه کې ګډون وکړي.

ډونلډ ټرمپ او د هغه مېرمن ميلانيا ټرمپ د هامبورګ پر هوايي ډګر د کوزېدو پر مهال

نوموړی به هلته د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د جې ۲۰ غونډې په څنډو کې هم ګوري.

په پام کې دهچې دوی په ځانګړي ډول د شام د وضعیت په اړه خبري وکړي چې په هغه کې په شام کې د یوې خوندې سيمې د رامنځته کېدو په برخه کې د امریکا له وړاندیز سره همکاري شامله ده.