اقلیتونه: په تعلیمي نصاب کې مو د اتلانو سپکاوی شوی
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په پرګنې خپرونه کې دا ځل د اقلیتونو په اتلانو او د پاکستان په تاریخ او پرمختیا کې د هغوی په رول بحث شوی دي. اقلیتونه وايي چې د پاکستان په جوړېدو او دغسي د دغه هېوادو په پرمختګ کې دوی هم پوره رول لري خو د پاکستان په تعلیمي نصاب کې د لږکیو د اتلانو ذکر نه کیدو له وجې د پاکستان نور خلک له هغوی خبر نه دي.
اقلیتونه وايي، که د پاکستان نور ولس د لږکیو د اتلانو له قربانیو خبرو وو نو اوس به په دغه هیواد کې د دوی پر ضد د تشدد او عدم برداشت پېښې نه کیدلې.
د خپرونې کوربنه انیسه اجمل ده.