" نواز شریف د استعفی نه ورکولو حق لري "

نواز شریف

په پاکستان کې یو پلو د اپوزېشن لوی ګوندونه له وزیراعظم نواز شریف څخه د استعفی غوښتنه کوي بلې خوا ته نوموړي د خپل ګوند له مشرتابه سره تر سلا مشوره وروسته په ډاګه ویلي چې له وزیراعظمۍ څخه به لاس وانخلي.

د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي وار له مخه اعلان کړی چې ګوندونه به یې په جمهوري توګه د ټاکل شوي وزیراعظم نواز شریف تر شا ولاړ وي.

دا له هغه وروسته ده چې په پاناما اسنادو کې د وزیراعظم نواز شریف او د هغه د کورنۍ د ممکنه درغلیو په اړه د پلټنو لپاره جوړې شوې جرګګۍ خپل رپوټ سپریم کورټ ته وړاندې کړ.

د اپوزېشن ګوندونو وویل چې په یاد رپوټ کې پر نواز شریف د درغلیو تورونه ثابت شوي نو هغه دې له دندې لري شي خو د واکمن مسلم لیګ نواز ډلې مشرتابه یاد رپوټ رد کړی او وايي په سپریم کورټ کې به د وزیراعظم دفاع کوي.

د پاکستان د سیاسي او قانوني چارو شنونکي وايي ، لکه څنګه چې د اپوزېشن ګوندونه غوښتنه کوي ، په داسې توګه د ټاکل شوي وزیراعظم لرې کول په ملک کې د جمهوري نظام لپاره ښه نه دي.

په کراچۍ کې خبریال او د سیاسي چارو تجزیه کار اجمل خټک کشر مشال راډیو ته وویل چې که چېرې اوس په داسې توګه له نواز شریف څخه استعفی واخیستل شي نو دا به د راتلونکې لپاره هم یو بېلکه شي یو ډله به راپورته کېږي او د وزیراعظم د لرې کولو غوښتنه به کوي.

ده وویل ، داسې تېر ځل هم وشو چې د پپلز ګوند ټاکل شوی وزیراعظم سید یوسف رضا ګېلاني له دندې لرې کړل شو.

د سپریم کورټ بار پخواني مشر او وکیل قاضي انور وویل چې نواز شریف په دې ملک کې قانوني او اییني وزیراعظم دی او د وزیراعظم په قانون او ایین کې یوازې دوه لارې دي چې هغه استعفا ورکړي.

د نوموړي په وینا ، هغه دا دي چې د هغه پرضد عدم اعتماد راوړل شي او یا هغه مړ شي نو په دې وجه وزیراعظم نواز شریف سمه خبره کوي چې ترڅو په ده عدم اعتماد نه وي راغلی تر هغې نه شي لېرې کېدای.

د جولايي پر ۱۰ نېټه ګډ پلټنیزې ډلې د دوو میاستو تېرېدو رورسته خپل رپورټ په سپریم کورټ کې جمع کړی چې پکې يې وزیراعظم نواز شریف او د هغه د کورنۍ غړي تورن ګرځولي دي. مسلم لیګ نواز ډله وايي ، دوي دا رپوټ نه مني او دا د دوي په وینا د حکومت پرضد سازش دی.