"د فاټا پرمختیايي فڼد په اړه دې له پارلماني استازو سره سلا وشي"

اقبال ظفر جګړا

د خیبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګړا د قبایلي سیمو پولیټیکل انتظامې ته ویلي دي چې په قبایلي سیمو کې دې د پرمختیايي پروژو په اړه د یادو سیمو له پارلماني استازو سره هم سلا مشورې وکړي.

اقبال ظفر جګړا دا امر له هغه وروسته کړی دی چې د قبایلي سیمو سیاسي استازو د دوشنبې په ورځ په پېښور کې له نوموړي سره لیده کاته وکړل.

دا غونډه له قبایلي سیمو د پارلماني غړو په غوښتنه رابلل شوې وه او هغوی له ګورنر اقبال ظفر جګړا څخه دا غوښتنه هم کړې ده چې د یادو سیمو پرمختیايي فنډونه دې نور زیات شي.

په خیبر ایجنسۍ کې د تحریک انصاف مخکښ قیصر جمال اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې په قبایلي سیمو کې د پرمختیايي کارونو په اړه له دوي سره سمه سلا مشوره نه کېږي.

ده وویل ، خلک خپلې ستونزې خپلو پارلماني استازو ته وړاندې کوي نو هغوی ته مالومه وي چې په کومه سیمه کې کومه مسله ده او چېري د څه اړتیا ده.

له اورکزۍ ایجنسۍ کې د پارلمان خپلواک غړي غازي ګلاب جمال وویل ، د ګورنر اقبال ظفر جګړا خبرې بدې نه وې خو دوي به دې ته انتظار کوي چې پر دې خبرو اوس تر کومه حده عمل کېږي.

نوموړي وویل چې زیاتره پارلماني غړو غوښتنه وکړه چې باید د نور څه پرتله تعلیم ، صحت او د څښلو اوبو ته زیاته پاملرنه وشي.

په باجوړ کې د واکمن مسلم لیګ نواز ډلې پارلماني غړي شهاب الدین خان پر خپل ګوند نیوکه وکړه.

هغه وویل حکومت په کلنۍ بودیجه کې د قبایلي سیمو د پرمختګ لپاره یوازې ۲۶ اربه روپۍ بېلې کړې دي.

د شهاب الدین خان په وینا ، دا پېسې د کشمیر او ګلګت بلتستان لپاره تر بېلو شوو پېسو هم ډېرې کمې دي.

نوموړي وویل چې له ګورنر اقبال ظفر جګړا څخه یې غوښتنه کړې ده چې وزیراعظم نواز شریف باید په خپله قبایلي سیمو ته ولاړ شي او د هغو سیمو حالت په خپله وګوري.

د قبایلي سیمو د پارلماني غړو او ګورنر اقبال ظفر جګړا ترمنځ په دې غونډه کې د ټولو قبایلي سیمو د پولیټکل انتظامې چارواکي هم شامل وو.

د قبایلي سیمو پارلماني غړو د فنډونو په اړه له دوی سره د سلا مشورو غوښتنه له هغه وروسته کړې ده چې د پاکستان په سېنټ کې د قبایلو او سرحدونو لپاره قایمه کمېټۍ د جولايي پر ۱۳مه نېټه د قبایلي سیمو پولیټکل ایجنټان په درغلیو تورن کړل.

د یادې کمټۍ مشر هلال الرحمان د قبایلي سیمو پولېټېکل ایجنټان په درغلیو کې ککړ د دي او باید چې حکومت د هغوي پرضد کلک ګامونه پورته کړي.

خو د دې کمېټۍ ځینو غړو بیا وویل چې اصل مسله په پولېټېکل ایجنټانو کې نه بلکې په فاټا سېکرېټرېټ کې ده.

دوي وايي ، حکومت ته په کار ده چې هلته د درغلیو د مخنیوي لپاره اړین ګامونه پورته کړي او دا مسله هواره کړي.

د فاټا سیکرټريټ د اطلاعاتو د څانګې ډایرېکټر عبدالسلام وزیر دې تورونو ته په غبرګون کې مشال راډیو ته ویلي وو چې دوي په درغلیو کې لاس نه لري.

د ده په وینا، د پارلمان غړي په هره منصوبه خبر وي او د دوی په اجازت دغه منصوبې منظورېږي بلکې دغه د پارلمان غړي يې دوی ته په ګوته کوي او د دې پوره یو نظام دی له هغه سره سم دا منصوبې سر ته رسول کېږي.