نوازشريف کورنۍ د شتمنيو اخستو پېسې له کومه ترلاسه کړي؟: سپريم کورټ

د پاکستان سپريم کورټ پوښتنه کړې چې ددې هېواد د وزيراعظم کورنۍ په لندن او سعودي عربستان کې د شتمنيو اخستو پېسې له کومه کړې دي.

د چارشنبې په ورځ د د جسټس اعجاز افضل خان په مشرۍ کې جسټس عظمت شېخ او جسټس اعجازالحسن د پانامه اسنادو د مقدمې اورېدنه وکړه.

د وزيراعظم نوازشريف او ماليې وزير اسحاق ډار وکيلان عدالت ته حاضر شول او خپل دليلونه يې وړاندې کړل.

ججانو پوښتنه راپورته کړه چې په لندن کې د نوازشريف د اولادونو کورونه (فلېټونه) کله اخستل شوي او ددې لپاره يې پېسې له کومو لارو تر لاسه کړې دي؟

دوی وويل، که ددې پوښتنې ته ځواب وويل شي نو کيسه به هم پردې ځای ختمه شي.

عدالت دا هم وويل چې د نوازشريف کورنۍ د شتمنيو اخستلو مختلفې سرچينې ښودلې دي.

ججانو پوښتنه راپورته کړه چې په لندن کې د نوازشريف د اولادونو کورونه (فلېټونه) کله اخستل شوي او ددې لپاره يې پېسې له کومو لارو تر لاسه کړې دي؟

پر دې مهال د نوازشريف وکيل خواجه حارث عدالت ته وويل چې د وزيراعظم د لندن له کورونو سره هېڅ تعلق نشته او نه هم ددې شتمنيو خاوند دی.

نوموړي زياته کړه چې نوازشريف د تېکس په کاغذونو کې خپلې شتمنۍ په ډاګه کړې دي او هېڅ يې هم نه دي پټ کړي.

خو عدالت وويل چې ګډې پلټنيزې ډلې چې کوم رپورټ جوړ کړی دی د هغه څلورمه برخه د نوازشريف د کورنۍ لپاره خطره پېدا کولای شي چې پکې د کاروبار پر راکړه ورکړه خبرې شوې دي.

د مقدمې اورېدنه د زيارت تر ورځې ځنډول شوې ده.

د اورېدنې د دمې پر مهال د انفارمېشن تېکنالوژۍ د مملکت وزېرې انوشه رحمان د ګډې پلټنيزې ډلې پر رپورټ انتقاد وکړ او وې ویل چې په رپورټ کې داسې ژبه کارول شوې چې له يوه حکومتي چارواکي يې تمع نه شي کېدلای.

بل خوا د پاکستان تحریک انصاف یوه مشر فواد چوهدري امکان څرګندکړی چې ښايی تر راتلونکې جمعې ورځې پورې د پانامه اسنادو مقدمه پای ته ورسېږي.

نوموړي ادعا وکړه چې د وزيراعظم استاذي د عدالت پوښتنو ته د ډاډ وړ جواب ورنکړ.

ښايی تر راتلونکې جمعې ورځې پورې د پانامه اسنادو مقدمه پای ته ورسېږي. فواد چوهدري

ګډې پلټنيزې ډلې رپورټ د وزیراعظم نوازشريف او د هغه د اولادونو د شتمنيو په اړه اندېشنې راپورته کړې وې.

له دې ورروسته مخالفه سياسی ګوندونو او قانون پوهانو پر نوازشريف د استعفا ورکولو فشار زيات کړی دی.