انتوني سکراموچي د امریکا د معلوماتو او ارتباطاتو مشر وګمارل شو

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ انتوني سکراموچي د سپینې ماڼۍ د معلوماتو او ارتباطاتو مشر وټاکه.

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي مشر، شان سپایسر د جمعې په ورځ پر ټویټر تائید کړه چې د انتوني سکراموچي تر ټاکل کېد وروسته یې، استعفی کړې خو له هغه سره د همکارۍ لپاره به د اګست تر میاشتې کار ته دوام ورکړی.

د جنورۍ په ۲۰مه نېټه د امریکا د نوي ولسمشر ډونلد ټرمپ د کار له پېل سره سم، شان سپایسر د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي چارې پر مخ بېولې.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي چې شان سپایسر د انتوني سکراموچي له انتخاب سره مخالفت درلود ځکه هغه سیاسي تجربه نه لري.

انتوني سکراموچي به د اګست په میاشت کې د سپینۍ ماڼۍ د اړیکو د مشر په توګه کار پېل کړي.

هغه د جمهوري غوښتونکي ګوند له سترو مالي ملاتړکونکو او د ولسمشر ډونلد ټرمپ له عمده پلویانو دی.