د سندرغاړې زرڅانګې د ژوبلېدو تازه جزیات

سندرغاړې زرڅانګه په روغتون کې ده

نوښار - د پښتو ژبې وتلې سندرغاړې زرڅانګې د یکشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې د خالي په ورځ د نوښار په پیرپايي سیمه کې پرې ګاونډیانو حمله کړې چې پکې دا او د کورنۍ غړي یې ژوبل شوي دي.

زرڅانګه وايي، له سوات نه یې نوښار ته کډه راوړله او د خپل کور مخې ته رسیدلي وو کډه یې کوزوله چې د کلي یوې کورنۍ یې مخه ونیوله، اجازه یې نه ورکوله چې دوی کډه خپل کور ته ننباسي او چې دوی مزاحمت وکړ نو هغوی پرې د چړو، چاقوانو، تبرونو او سیخونو حمله وکړه.

زرڅانګې د نوښار په روغتون کې په داسې حال کې مشال راډیو ته خبرې کولې چې پر مخ او لاس یې پټۍ لګېدلې وې او غمجنه ښکارېده.

د دې په خبره، ګاونډیو یې د دې کور نیول غوښتل خو بریالي نشول البته له دې یې پیسې او ګاڼه وړې ده. خو په روغتون کې د نوموړې ځېنې ژوبل ګاونډیان وايي، زرڅانګې له دوی څخه غواګانې اخیستې وې او پیسې یې نه وې ورکړې چې له کبله یې پرون خبرې په تاوتریخوالي واوښتې. تر دې مخکې د زرڅانګې زامنو مشال راډیو ته ویلي ول چې ځېنو ((وسله والو)) ورباندې حمله کړې، په چړو او سیخانو یې وهلي او ورڅخه یې پیسې او موبایل ټېلېفونونه وړي دي.

د خیرالبشر په نوم یو تن چې د زرڅانګې د کورنۍ سره یې شخړه راغلې مشال راډیو ته وویل چې پر زرڅانګې او کورنۍ یې پنځه لکه روپۍ پور وې او له تېرو یوولسو کلونو نه یې ترې غوښتې خو هغوی نه ورکولې نو اخر خبره جنګ ته لاړه. سندرغاړې زرڅانګه پور مني خو وايي دومره پیسې پرې پور نه دي لکه مقابل لوری یې چې یادوي.

د ازاخېلو تاڼې محرر عیان نن مشال راډیو ته وویل، دواړو خواو پر یو بل پرچه کړې او دا شخړه د د مالي معاملاتو له کبله شوې. ده زیاته کړه چې پر زرڅانګې د حملې په تور یې د هغې ځېنې ګاونډیان نیولي دي.

زرڅانګه او دکورنۍ یو بل غړی یې په هسپتال کې تر درملنې لاندې دي.

زرڅانګه یوه کوچۍ سندرغاړې ده او اکثره وخت په دوبي کې له نوښاره سوات ته کډه وړي. تر څه مودې مخکې پورې زرڅانګې د کور نه لرلو شکایت کاوه، چې بیا د خیبر پښتونخوا په تېر حکومت کې د عوامي نیشنل ګوند د یو مشر میا افتخارحسین په هڅو ورته په پیرپايي کې زمکه ورکړل شوه او د ابادولو لپاره یې څو لکه روپۍ هم ورکړې وې. دا اوسنۍ شخړه د هماغه کور مخې ته رامنځ ته شوې ده.