"د انصاف عدالت دې د کډوالو په اړه مقدمه ختمه کړي"

د يورپ انصاف عدالت يو مشر سلاکار وايي د سلوواکيا او هنګري هغه مقدمه دې ختم شي چې د يورپي يونين کډوالو د ځايولو د پلان خلاف يې راوړی دی.

يوويس بولټ ويلي چې د دغو هيوادونو غوښتنه سمه نه ده.

سلوواکيا او هنګري د پولينډ په ملاتړ غوښتنه کړې چې په اروپايي هېوادونو کې په لازمي ډول د يو شمېر کډوالو ځای پر ځای کولو هغه سيسټم مناسب سم نه دی چې په ۲۰۱۵ کال کې د کډوالو بحران د حل لپاره رامنځته شوی وو.

خو ايډوکيټ جنرل يوويس بولټ ويلي چې دې کار سره له ايټلي او يونان څخه د کډوالو بوج کمېږي نو ځکه ښه سيسټم دی.

تمه ده چې د يورپ انصاف عدالت د دې کال په آخره کې په دې اړه پرېکړه وکړي.

د ايډوکيټ جنرل مشوره قانوني حيثيت نه لري خو ډير وخت يې عدالت مني.