پاکستان وايي کابل کې به د دوه اړخيزه تجارت په اړه غونډه کوي

پاکستان ويلي، اسلام اباد او کابل د افغان ټرانزټ تجارت د چارو جاج اخلي او په دې لړ کې به په نږدې راتلونکي کې غونډه کوي.

نن (پنجشنبه) په اسلام اباد کې د اوونيزي خبري غونډې پرمهال د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند نفيس ذکريا د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، پاکستاني او افغان چارواکيو تېر کال د ټرانزټ تجارت په برخه کې شپږ غونډې کړې وې او ځينې اړخونه يې په ګوته کړي دي.

((د سړک له لاري د ترانسپورټ نړيوال کنونشن چې پاکستان او افغانستان ورباندي لاسليکونه کړي دي، په رڼا کې اوومه غونډه رابولو چې د نېټې پر معلوملو يې دواړه غاړې کار کوي او دا به په نږدې راتلونکې کې په کابل کې وشي)).

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند نفيس ذکريا

د راپورونو له مخې په دې وروستیو کې په کابل کې د پاکستان سفیر د افغانستان د تجارت له وزیر سره ملاقات کړی و او د کراچي بندرګاه پشمول يې پر چمن او توورخم د تجارت په اړه خبرې اترې کړې وې.

د خېبر پښتونخوا چیمبر اف کامرس او انډیسټریز پخوانی مشر فواد اسحاق وایي چې په کابل کې غونډه کېدل یو ښه خبر ده او د پاکستان او افغانستان ترمنځ بايد د ټرانزټ سوداګرۍ په تړون کې د اسانتیاوو خبرې وشي.

(( زه غواړم چې پر تورخم، غلام خان او یا د چمن خوا ته کسټم سټېشنې وي چې هلته د دواړو خواوو افسران یوځای ناست وي چې دا ډول د تجارت عمل تېز شي او په ګنټو کې دننه سامان له یو ملکه بل ملک ته ځي راځي)).

بلخوا د سیمه يیزو چارو کارپوه رحیم الله یوسفزی وایي که دواړه هېوادونه د رسنيو له لارې سفارتکاري کوي نو حالات به نور هم خرابېږي.

د نوموړي په وینا پر سیاسي اختلافاتو سربېره پاکستان او افغانستان ته د چین او هند غوندې تجارتي اړیکې مخ پر وړاندې بېول پکار دي.

((اختلافات پر خپل ځای وي، سیاسي او امنیتي مسلې هم وي خو پر دې هر څه سربېره بايد تجارت وشي، تګ راتګ زيات شي او تجارتي سامان بغېر له څه ډول خنډه د پاکستان له لارې لاړ شي)).

افغان او پاکستاني چارواکو که څه هم په وار وار پر دې خبرې موافقه کړې چې د ویزو او د سړک اجازت نامې په ورکولو کې به اسانتیاوې راولي خو د ناامنۍ د پېښو رامنځ ته کېدو د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو ترينګلې کېدو له کبله د تجارت خبرې د ځند ښکار شي.