امریکا: د ایران راکټي ازموینه له اټومي پرېکړه لیک سره سرغړونه ده

امریکا پر ایران تور پورې کړی دی چې د سپوږمکۍ وړونکي راکټ له ازموینې سره یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک سرغړونه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر نووارټ بېګا وویل، چې دا پاروونکی اقدام په ۲۰۱۵ز کال کې د تهران او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو تر منځ د اټومي موافقې د روح منافي هم دی.

دې وویل، واشنګټن د راکټ ازموینې ته د بیلېسټېک توغندیو د مسلسلې پرمختیا په سترګه ګوري.

ایراني دولتي ټېلېوېژن د پنجشنبې پر ورځ په یوه ویډیو کې د سېمرغ په نوم د هغه راکټ ازموینې ویډیو وښوده چې ورباندې د ایت الله روح الله خمیني انځورونه لګېدلي ول.

ټېلېوېژن وویل، دا راکټ له ځمکې څخه ۵۰۰ کیلومیټره لرې مدار ته د ۲۵۰ کیلوګرامه سپوږمکۍ یا سیټېلایټ وړلو وړتیا لري.

دا تر ننه د ایران سپوږمکۍ وړونکی تر ټولو پرمختللی راکټ دی چې په اړه یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل، دا ډول ټېکنالوژي په مخفي ډول د اټومي سامانونو او وسلو وړلو لپاره جوړه شوې ده.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکو ویلي، دا ټېکنالوژي د اوږد واټن ویشتونکو بین البراعظمي بیلېسټېک توغندیو د جوړولو لپاره هم کارېدای شي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۲۰۱۵ز کال کې یو قرارداد منظور کړی وو چې د داسې بیلېسټېک توغندیو د ازموینو حوصله شکني کوي چې اټومي وسلې وړلای شي خو په ښکاره تهران له دې کاره نه منع کوي. ایران وايي، توغندي یې خپلې دفاع ته په کار دي.