سیاسي ګوندونه د نواز شریف لرې کېدو ته څنګه ګوري؟

د پاکساني پارلمان پخوانی عکس

په پاکستان کې د پامانا اسنادو د مقدمې پر مهال سیاسي ګوندونه پر درې ډلو وېشلي وو. ځینې د نواز شریف پرضد وو ، ځینې یې ملګري او ځینې ویلي وو چې دوي د سپریم کورټ د پرېکړې تر اعلانېدو انتظار کوي.

په پاکستان کې د پامانا اسنادو د مقدمې پر مهال سیاسي ګوندونه پر درې ډلو وېشلي وو. ځینې د نواز شریف پرضد وو ، ځینې یې ملګري او ځینې ویلي وو چې دوي د سپریم کورټ د پرېکړې تر اعلانېدو انتظار کوي.

اوس چې سپریم کورټ نواز شریف نا اهله ګرځولی او نوموړی له وزیراعظمۍ لرې شوی دی نو په داسې وخت کې په پارلمان کې د اکثریت لرونکې مسلم لیګ نون ډلې او بېلا بېلو سیاسي ګوندونو نظرونه څه دي؟

مسلم لیګ نواز

د پاکستان مسلم لیګ ن ویاند ویلي دي چې د نوازشریف پرضد د پانامه اسنادو په معامله کې آیني او قانوني غوښتنې په پام کې نه دي ساتل شوې او له دوی سره ناانصافي شوې ده.

د مسلم لیګ نواز ډلې له خوا په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې د دوی د دې مقدمې پر ټولو مرحلو تحفظات دي خو بیا هم د عدالت پر پریکړه عمل کوي.

د یاد ګوند مخکښې او د اطلاعاتو پخوانۍ وزیرې مریم اورنګزیب ویلي دي چې ډیر زر به د مسلم لیګ نواز ډلې مشران تر سلا مشوره وروستهد راتلونکي لپاره خپله کړنلاره اعلان کړي.

تحریک انصاف

تحریک انصاف په پاناما اسنادو مقدمه کې له نواز شریف څخه د استعفی غوښتونکی تر ټولو ګوندونو فعال وو.

د یاد ګوند مخکښ ډاکټر حېدر علي خان مشال راډیو ته وویل ، دوي په ملک کې د درغلیو د له منځه وړلو لپاره مبارزه کوي او د نواز شریف لرې کېده د دوی لپاره یو لویه لاسته راوړنه ده.

ډاکټر حېدر علي خان وویل ، له دې سره به په پاکستان کې داسې بدلون رامنځ ته شي کوم چې د ده په وینا ټول پاکستانی ولس غواړي.

پاکستان پپلز ګوند

پاکستان پپلز ګوند هم په هغو ګوندونو کې وو چې له نواز شریف څخه یې د ګډې پلټنیزې ډلې تر رپوټ وروسته د استعفی غوښتنه کړې وه.

د یاد ګوند مشر بلاول بټو زرداري د جمعې په مازیګر خبري غوندې ته وویل ، نواز شریف باید د ګډې پلټنیزې ډلې تر رپوټ راتلو سم دستي وروسته له خپلې دندې استعفی کړې وای.

نوموړي وویل ، ګوند یې تل په ملک کې د جمهوریت ملاتړ کړی دی او د ده په وینا ټاکل شوی پارلمان باید خپله موده پوره کړي.

جماعت اسلامي

د مذهبي ګوند جماعت اسلامي مشر سراج الحق د نواز شریف لرې کېدو ته په اشاره وویل چې دا د دوي د ګوند د هغې مبارزې نتیجه ده چې په پاکستان کې یې درغلیو پرضد کړې ده.

سراج الحق وویل ، د دوي د ګوند پخواني مشر قاضي حسېن احمد په ۱۹۹۶م کال کې د درغلیو پرضد داسې احتجاجي ناسته کړې وه چې د جماعت اسلامي کارکوونکي هم پکې وژل شوي وو.

عوامي نشنل ګوند

عوامي نشنل ګوند په هغو ګوندونو کې شامل دی چې د ګډې پلټنیزې ډلې تر رپوټ وروسته یې د خپل ګوند دریځ د سپریم کورټ تر پرېکړې ځڼدولی وو.

اوس د یاد ګوند مشر اسفندیار ولي خان د شنبې په ورځ د خپل ګوند د مرکزي مشاورتي کمیټۍ غونډه رابللې ده.

د یاد ګوند مخکښې بشرا ګوهر مشال راډیو ته وویل چې د عوامي نشنل ګوند دریځ به د شنبې په ورځ د مرکزي مشاورتي کمیټۍ تر غونډه وروسته د ګوند مشر اسفندیار ولي خان په خبري غونډه کې په ډاګه کړي.

قومي وطن ګوند

د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو د جمعې په ورځ د سپریم کورټ د پرېکړې تر اعلانېدو وروسته مشال راډیو ته وویل چې دوي د ګډې پلټنیزې ډلې تر رپوټ راتلو وروسته ویلي وو چې د سپریم کورټ پرېکړې ته انتظار کوي او د هغه احترام کوي.

افتاب احمد خان شېرپاو وویل ، په پارلمان کې د مسلم لیګ نون ډلې اکثریت دی نو دا د هغوی حق دی چې نور وزیراعظم هم د دوي وي او دا د جمهوریت د دوام لپاره هم ضروري ده.

جمعیت علما اسلام ف ډله

جمعیت علما اسلام فضل الرحمان ډلېد سپریم کورټ تر پرېکړه څو اونۍ وړاندې لا پر نواز شریف ږغ کړی وو چې له خپلې دندې استعفی ورنکړي.

د یاد ګوند مخکښ سنېټر حافظ حمدالله د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل ، که نواز شریف وزیراعظم وي او که نه وي ، دوي پخوا هم د مسلم لیګ نون ډلې اتحادیان وو او بیا به هم وي.

نوموړي وویل ، دوي په دې نه پوهېږي چې پوځي امران آیین مات کړي او په کلونو کلونو د ملک واکمنان وي خو د ولس ټاکل شوي وزیراعظم هیڅ کله خپله موده نده پوره کړې.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د ګډې پلټنیزې ډلې تر رپوټ راتلو وروسته په کوټه کې د خبري غونډې پر مهال ویلي وو چې له نواز شریف سره د دوی اتحاد یوازې او یوازې په ملک کې د جمهوریت لپاره دی.

د نواز شریف لرېکېدو په اړه د یاد ګوند سنېټر عثمان خان کاکړ مشال راډیو ته وویل ، ولس د نواز شریف ګوند ته رایه ورکړې ده او هغوی حق لري چې په آیین کې ټاکلی وخت پوره کړي.

عثمان خان کاکړ وویل ، په پاکستان کې باید د انصاف پېمانه د هر چا او هرې ادارې لپاره برابره وي. داسې نه وي چې یو پوځي امر د ملک آیین تر پښو لاندې کړي هغه ته څه نه ویلي کېږي خو په جمهوري توګه د ولس په رایو ټاکل شوی وزیراعظم خپله آییني موده نشي پوره کولای.

د پاکستان سیاسي تاریخ ته په کتو دا څرګندېږي چې هیڅ کله هم یو ټاکلي وزیراعظم خپله پنځه کلنه موده نده پوره کړې.