نواز شریف: که وزیراعظمان هم داسې تله نو به ملک ونه چلېږي

نواز شریف

پراګ - د پاکستان په پارلمان کې د اکثریت لرونکي مسلم لیګ ن ډلې مشر او لرې کړل شوي وزیراعظم نواز شریف تر لرې کېدو وروسته په لومړي ځل د خبري رسنیو په موجودګي کې وویل چې که وزیراعظمان هم داسې تله نو به پاکستان ونه چلېږي.

نواز شریف دا خبره د شنبې په مازیګر په اسلام اباد کې د خپل ګوند مشرانو ته په وینا کې وکړه.

نواز شریف وویل ، ملکونه په یلغارونو او د خلکو زندانونو ته په لېږلو نه بلکې په جوړ جاړي پرمخ بیول کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې پاکستان به هغه وخت پرمخ تګ کوي چې په ملک کې د یو بل پر وړاندې برداشت وي.

نواز شریف اعلان وکړ چې شاهد خاقان عباسي به د ۴۵ ورځو لپاره لنډمهاله وزیراعظم وي او له هغه وروسته به شهباز شریف راتلونکی وزیراعظم وټاکل شي.

شهباز شریف د نواز شریف کشر ورور دی او دا وخت د پنجاب صوبې د وزیراعلی دنده پرمخ وړي.

شاهد خاقان عباسي د مسلم لیګ نون ډلې یو مهم مخکښ دی او له راولپنډۍ څخه د قومي اسمبلۍ غړی دی.

شاهد خاقان عباسي وویل ، ګوند پر ده باور کړی دی او دی به هڅه کوي چې د ملک چارې په سمه توګه پرمخ یوسي او راتلونکي وزیراعظم ته یې وسپاري.

د وزیراعظمۍ لپاره به مسلم لیګ نواز ډله لومړی شهباز شریف د ضمني انتخاب له لارې د قومي اسمبلۍ غړی جوړوي او بیا به په پارلمان کې هغه ته له اکثریتي رایو ورکولو وروسته نوموړی د ملک د وزیر اعظمۍ دنده سمبالوي.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان سپریم کورټ د جولايي پر ۲۸ نېټه د درغلیو په تور کې نواز شریف د وزیراعظمۍ لپاره نااهل وګرځاوی او هغه له خپلې دندې استعفی وکړه.

د پاکستان له آیین سره سم د وزیراعظم تر استعفی وروسته د هغه کابینه هم ړنګه شوه او نوی نګران وزیراعظم به یې له سره ټاکي.

د پاکستان اپوزېشن ګوندونه په ځانګړې توګه تحریک انصاف له هغه وروسته د حکومت پرضد راپورته شو چې تېر کال په پاناما اسنادو کې د نواز شریف د دوو زامنو نومونه په ډاګه شو.

د اپوزېشن ګوندونه د نواز شریف پرضد سپریم کورټ ته لاړل او سپریم کورټ په دې اړه د پلټنو لپاره یو ګډه پلټڼیزه ډله جوړه کړه.

سپریم کورټ یادې ډلې ته دنده وسپارله چې په دوو میاشتو کې به پلټنې کوي او رپوټ به سپریم کورټ ته سپاري.

ګډې پلټنیزې ډلې په ټاکل شوې دوه میاشتنۍ موده کې د تر سره کړو پلټنو رپوټ د جولايي پر لسمه نېټه سپریم کورټ ته وړاندې کړ.

سپریم کورټ د جولايي تر ۲۱ نېټې د نواز شریف د زامنو حسن نواز ، حسېن نواز ، لور مریم نواز او د هغې د خاوند کېپټن صفدر د وکیلانو دلیلونه واورېدل او خپله پرېکړه یې خوندي کړه.

د جسټس اعجاز افضل خان په مشرۍ کې د سپریم کورټ پنځه کسیزې جرګګۍ د جولايي پر ۲۸مه خپله پرېکړه واوروله.

د سپریم کورټ د دې پرېکړې له مخې نواز شریف د وزیراعظمۍ لپاره نا اهله شو او ورسره د خزانې وزیر اسحاق ډار هم نا اهله وګرځول شو.

د دې تر څنګ سپریم کورټ د پاکستان د احتساب قومي ادارې ته امر وکړ چې د وزیراعظم او د هغه د کورنیو د غړو پرضد مقدمه درج کړي.