د افغانستان دفاع وزارت وايي د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ۹۷ تنه وسله وال وژل شوي، ۶۴تنه نور ټپیان او یو تن نیول شوی دی.
دغه وزارت د دوشنبې پر ورځ په یوه بیان کې ویلي چې یاد عملیات په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په د ننګرهار، کاپیسا، پکتیا،پکتیکا، خوست، غزني ،کندهار، ارزګان ، غور بادغیس، فاریاب، بغلان ، بدخشان او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي دي.
دفاع وزارت وايي په وژل شوو کې د وسله والو طالبانو مهم قومندانان هم شامل دي.
خو وسله والو طالبانو تراوسه پدې اړه څه ندي ویلي.