پاکستان قامي اسمبلۍ لنډمهالی وزیر اعظم ټاکي

د سېشنبې ورځ د پاکستان قامي اسمبلۍ په غونډه کې د هېواد لنډمهالی وزیراعظم ټاکل کېږي چې د لیرې کړل شوي پخواني وزیر اعظم نواز شریف مسلم لیګ ن ګوند پکې څرګند اکثریت لري.

د قامي اسمبلۍ د مطبوعاتو څانګې یوه چارواکې مشال راډیو ته وویل د وزیراعظم څوکۍ لپاره د مسلم لیګ ن د شاهد خاقان عباسي په ګډون شپږ امېدواران ولاړ دي چې پکې د پیپلز ګوند سید خورشید شاه او نوید قمر، د پاکستان تحریک انصاف ګوند لخوا شیخ رشید، د جماعت اسلامي صاحبزاده طارق الله او د ایم کیو ایم ګوند کشور زهرا شامل دي.

ګډې پلټنیزې ډلې ته د خپلو پوره شتمنو نه ښکاره کولو په تور د پاکستان سپریم کورټ د جولايي پر ۲۸مه نېټه نوازشریف د وزیراعظم څوکۍ لپاره نا اهله وګرځولو. د سپریم کورټ تر پرېکړې وروسته نوازشریف پر ځان لګېدلي تورونه رد کړ او ویې ویل، له ده سره چې کوم چلند او سلوک شوی، د هغې مستحق نه وو.

د نواز شریف د وزیر اعظمۍ له څوکۍ تر هیسته کېدو وروسته مسلم لیګ ن ګوند شاهد خاقان عباسي د دغه څوکۍ لپاره د عبوري دورې لپاره ونوماوه چې وروسته به یې د پنجاب صوبې اوسنی وزیر اعظم شهباز شریف ځای نیسي. نوموړی چې د نواز شریف کسر ورور دی د قامي اسمبلۍ څوکۍ ګټلو پس به د وزیر اعظم څوکۍ ته درېږي.

شاهد خاقان عباسي څوک دی؟