'د عمران خان په باب د عایشې ګلالۍ تورونه دې وپلټل شي'

پاکستان کې د سیاسي ګوندونو ښځینه غړیو غوښتنه کړې ده چې پاکستان تحریک انصاف ګوند له اړخه ښځو سره د نامناسبه رویې دې پلټنې وکړل شي.

دا غوښتنه په داسې وخت کې مخې ته راغلې چې تېره شپه د پاکستان قامي اسمبلۍ غړې عایشه ګلالۍ وزیر د پاکستان تحریک انصاف مشر د نامناسبه رویې له وجې له ګونده د بېلېدو اعلان کړی او ویلي یې دي چې په یاد ګوند کې د ښځنیه غړیو عزتونه خوندي نه دي.

اغلې عایشه ګلالۍ دا تور هم لګولی وو چې د ګوند مشر عمران خان په موبایل فون نامناسبه پیغامونه لېږي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د پارلېمان د ښځینه چارو ومېن پارلیماني کوکس مشرې شایسته پرویز ملک وویل چې نن دې لړ کې د ټولو سیاسي ګوندونو ښځنیه غړیو یوه غونډه وشوه.

ښایسته پروېز ملک زیاتوي چې د پارلېمان ښځينه غړې به په راتلونکیو ورځو کې دا معامله پارلېمان کې اوچتوي.

''دا د ټولو سیاسي ښځینه غړیو غوښتنه ده چې د دې پلټنې پکار دي او دا معامله هم داسې نه ده پرېښودل پکار، ولې چې یوه ښځه هم په خپلځان دومره غټ تور نه اخلي تر څو چې یو څه وجه نه وي. زموږ دا د ټولو سیاسي ګوندونو د ښځینه غړیو فورم دی نو نن په غونډه کې دا خبره شوې چې هغوی نه یواځې په دې معاملې اسمبلۍ کې خبرې کول غواړي بلکې مطبوعاتو کې پرې هم خپله رایې ورکول غواړي."

د نوموړي په وینا چې عایشه ګلالۍ خبرې ته درنښت ورکول پکار دی نه چې هغې پورې ملنډې ووهل شي.

د پارلېمان ښځینه چارو ویمن پارلیماني کوکس مشرې په وینا که داسې معاملې مخې ته راځي نو ښځې به له مخکې تلو ډډه کوي.

دې لړ کې د عوامي نیشنل ګوند پخوانۍ د قامي اسمبلۍ غړې بشرا ګوهر وایي باید چې د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د دې نوټس واخلي.

د دې په وینا چې عایشه ګلالۍ له وفاقي محتسب ادارې سره هم رابطه پکار ده.

"د ښځو ځورول یو سنګین جرم دی. کومې ښځې چې مخکې دي او په سیاست کې دي نو هغوی له خو پکار ده چې راووځي. د دې پلټنې پکار دي او دا یواځې تر تور پورې نه دی پاته کېدل پکار. له پټولو سره خبره خرابېږي او که څوک غلۍ پاته کېږي نو نورو ښځو ته به ترې نقصان کېږي."

د پاکستان پیپلز ګوند سینټر سحر کامران وایي پلټنې ځکه پکار دي چې خپله د پاکستان ولس او بیا بهر ملک کې به خلک د پاکستان سیاست په اړه څه سوچ کوي.

"که عایشه ګلالۍ په غلطه ده نو هم کروایي پکار دهي او که هغه صحیح وي نو بیا هم زه ګڼم چې چې بیا سخته کاروایي پکار ده ولې چې تاسو ښځو لپاره پاکستان غیر محفوظه نشی جوړولی. موږ دا تصور نه شو کولې چې دې ملک کې دننه چرته چې زموږ مذهب موږ ته د ښځو د احترام درس راکوي او چرته موږ پارلیمان کې خپل کردار اعتماد سره ادا کوو نو که هلته داسي خبرې وي او داسي د ځورولو پیښې مخې ته راځي نو زه ګڼم چې دې نه ډیر زیان رسیدلې دې او د ښځو کردار ته هم."

پاکستان تحریک انصاف د عایشه ګلالۍ لخوا لګول تورونه رد کړي او ویلي دي چې د قامي اسمبلۍ ټولټاکنو لپاره د این اې ون سیټ لا نه ورکولو له وجې عایشه ګلالۍ له تورونو کار واخیستو.

په وړمبي ځل د یو ګوند ښځینه غړې لخوا د ګوند په یو مشر د ځورونۍ تور لګول شوې.

له دې وړاندې هم د پاکستان تحریک انصافیوې بلې غړې نازبلوچ ګوند پریښې وو او ویلي و چې ښځینه غړیو ته ګوند کې اهمیت نه ورکړې کېږي.