خبرپانه زیاتوي، د امنیتي ادارې یوې ډلې د وسله والو په یو پټنځای کې عملیات کول چې دا پېښه شوه او په دغه محال یو ځانمرکی برید کوونکي ځان والوځول.
د ای اېس پي آر ویاند آصف غفور وايي، چې په دغه پېښه کې یو بل ځانمرګی برید کوونکي د امنیتي ادارو لخوا په ډزو کې وژل شوی دی.
د بر دیر یو ځايي مشر پیر زاده مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه د بر دیر د واړۍ تحصیل د سلطان خېل درې په قايد آباد کلي کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړی وايي،د دغه پېښې وروسته په سلطان خېل دره کې د لټون عملیات پېل شوي دي او دغه ټوله سیمه امنیتيو ځواکونو په خپله ولکه کې اخیستې ده.
د بر دير په دې سیمه کې تر دې وړاندې د وسله والو فعالیتونه په نظر نه دي راغلی خو د بر دیر په براول او ډوګ دره کې تر دې مخکې د وسله والو پر ضد عملیات ترسره شوي دي او په دغه سیمو کې د وسله والو پر ضد امن لښکر هم جوړ کړل شوي دي.
تحریک طالبان پاکستان د ویاند محمد خراساني لخوا په خپور شوي بیان کې په بر دیر کې د دې پېښې په اړه ویل شوي دي چې دا برید د تحریک طالبان پاکستان لخوا ترسره شوی دی.
د محمد خراساني په خبره د امنیتي ادارو اهلکار د لټون د عملیاتو لپاره روان وو چې د هغوی ملګرو په امنیتي سرتېرو دا برید ترسره کړل او د هغوی د لټون د عملیاتو مخه یې ونیوله.