د امریکا وفاقي پلټونکي وايي د انساني حقونو په ترڅ کې پلټنه کوي چې د ورجینیا د تشدد پیښو پر مهال یو تن ولی ګاډی په خلکو و خیژاوه؟
د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ په ورجینیا رياست کې وروستی تاوتریخوالی چې ۳ کسان پکې وژل شوي او ۳۵ نور ژوبل دي ،په سختو ټکو غندلی دی.
د وریجینیا رياست په شارلټس ویل Charlottesville ښار کې د ملت پالو سپین پوستو او د هغوی د مخالفانو ترمنځ د شخړې نه پس دا تاوتریخوالی رامنځ ته شو.
د شخړې پر مهال یوه موټر څو اعتراض کونکي ووهل چې له کبله یې مرګژوبله رامنځ ته شوه.
په دې پیښه کې یو تن مړ او ګڼ نور زخميان شول. چارواکې وايي چې دوه تنه نور بیا د همدې اعتراضونو په سیمه کې د یوه هیلی کاپټر د غورځیدو له وجې ووژل شول.
ولسمشر ډونلد ټرمپ ویلي څه چې په Charlottesville ښار کې وشول هغه ډير بد، د کرکې، او تاوتریخوالي څرګندونه ده او په امريکا کې د دي لپاره هيڅ ځای نيشته.
نوموړي زياته کړه چې هيواد سره د ميني لپاره دې ټول امريکايان سره یو ځای شي.