هند د خپلواکۍ اویایمه کلیزه لمانځي

په هند کې د خپلواکۍ د اویایمې کلیزې غونډې په بېلابېلو ښارونو کې تر سره شوې.

په نوي ډیلي کې په زرګونو کسانو دغه جشن ولمانځه.

د نوي ډيلي غونډې ته د هند وزیر اعظم نریندرا مودي وویل چې هند له هر هغه چا دفاع کولی شي چې د هند پرضد هڅه کوي.

مودي وویل چې نړیوال له ترورېزم سره په مبارزه کې د هند ترڅنګ درېدلي دي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي.

نوموړي زیاته کړه:

"هېوادوالو د دې خبر له اورېدو سره به خوښ شئ چې موږ له ترورېزم سره په مبارزه کې یوازې نه یوو، د نړۍ ډېر هېوادونه له موږ سره په دې برخه کې مرسته کوي، نړۍ د ترورستي هڅو په برخه کې موږ ته خبر راکوي او نړیوال له موږ سره اوږه په اوږه د ترورېزم پرضد جګړه کوي، زه د زړه له تله له هغوی مننه کوم."

مودي دا خبره هم وکړه چې امنیت ته لومړیتوب ورکوي او هند د سمندر له لارې، د هوا له لارې او د مځکې له لارې د بریدونو د مخنیوي وړتیا لري.

مودي زیاته کړه چې د هر راز سایبر بریدونو مخه هم نیولی شو.

له نژدې درې میاشتو راپه دې خوا له چین سره د همالیا په ستراتیژیکې سرحدي سیمه کې د هند او چین اړیکي خړ پړ شوي دي او د دواړو لوریو پوځیان یو ډول په تیارسی حالت کې دي.

د هند د ارونچال پرادیش ایالت پر سر په نوولس سوه دوه شپېتم کال کې د هند او چین ترمنځ جګړه هم شوې وه.

د دواړو لوریو پوځیان یو ډول په تیارسی حالت کې دي.

البته د هند ستونزه له چین سره دومره ستره نه ده لکه له پاکستان سره چې دغه هېواد مشکل لري.

له نوولس سوه اووه څلوېښتم کال راهیسې چې هند او پاکستان سره بېل شوې دي د کشمیر پر سر لانجه لري.

هند پاکستان تورنوي چې په کشمیر کې ترهګر هڅوي چې پر هندي ځواکونو بریدونه وکړي.

بل لور ته په پاکستان کې د دغه هېواد د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د پاکستان د خپلواکۍ د ورځ په مناسبت غونډې ته پرون وویل چې موږ به په پاکستان کې هر تروریست تعقیب کړو او په دې برخه کې پرمختګ هم شوی دی.

جنرال باجوه دا خبره هم وکړه چې په تېره کې پاکستان ځیني تېروتنې کړې دي خو اوس د اساسي قانون له اصولو سره سم د پرمختګ په لور روان یوو.

تردې دمه په هند کې وضعیت ارام دی خو په پاکستان کې چې پرون د بلوچستان په هرنايې سیمه کې کومه چاودنه وشوه، شپږ سرتېري ووژل شول او دوه نور ټپیان شول، دا چاودنه د پوځ په وینا د پاکستان خپلواکۍ ورځې د جشن ګډوډولو لپاره شوې وه.

د بلوڅانو خپلواکۍ غورځنګ د دې چاودنې مسؤلیت منلی دی.

البته په پاکستان کې سیاسي وضعیت هم کړکېچن دی، د وزیر اعظم نواز شریف له ګوښه کېدو وروسته انتقالي اداره چارې مخته وړي، شریف هڅه کوي چې پوځي واک په دغه هېواد کې کمزوری کړي، خو د دغه هېواد بل مهم سیاسي ګوند پیپلز ورسره ډیره همکاري نه کوي اما بیا هم سیاسي حالات یو ډول ترینګلي ښکاري.