'د افغانستان امن د پاکستان په ګټه دی'

بېګاه شپه د امریکا خارجه وزیر ریکس ټیلرسن د پاکستان خارجه وزیر خواجه آصف سره په ټیليفوني خبرو کې د خبرو اترو عمل روان ساتلو لپاره د امریکا د دورې بلنه ورکړې ده.

د امریکا خارجه وزیر ریکس ټیلرسن د پاکستان د خپلواکۍ ورځې په اړه اومبارکي ورکولو لپاره خارجه وزیر خواجه اصف ته ټيليفون کړی وو.

د پاکستان خارجه دفتر لخوا جاري شوې خبر پاڼې ترمخه چې د ټیليفون له لارې د امریکا د خارجه وزیر ریکس ټیلرسن سره په خبرو کې د پاکستان د خارجه وزیر خواجه اصف وینا وه چې له امریکا سره د شراکتدارۍ عمل لا نور هم مضبوطول غواړي.

په دې موقع خواجه اصف دا هم وویل چې د افغانستان په اړه د امریکا نوې تګلارې له راتلو پس پاکستان له امریکا سره د کار کولو تمه لري.

ده دا هم وویل چې په افغانستان کې د امن له پرځایکېدو سره به ګټه پاکستان ته وي او د پاکستان د پرمختیا انحصار د افغانستان له سولې سره دی.

د امریکا خارجه وزیر سره خبرو کې د پاکستان خارجه وزیر هم نوموړي ته د اسلام اباد د دورې بلنه ورکړه چې د امریکا خارجه وزیر ومنله.

د سیمه ایزه چارو کار پوه او خبریال طاهر خان دا ټیليفوني خبرې مهمې ګڼلې او وایي چې پاکستان کې اوس یو نوې وزیراعظم دی او یو نوې خارجه وزیر نو امریکا به دا هم غواړي چې د پاکستان د دې حکومت (چې هم د واکمن ګوند مسلم لیګ نواز دې) اوس څه نظر دی، د پاکستان د راتلونکې لپاره څه نظر دې او په څه شیانو خپله امریکا هم له پاکستان سره خپل نظر به شریکول غواړي نو زه دا خبرې مهمې ګڼم.

د بهرنیو چارو کار پوه پروفیسر اعجاز خټک په وینا چې هغې ګورې چې پاکستان باندې فشار تر څومره حده پورې واچوي ولې چې یو خاص حد نه زیات فشار اچول هم بیا ځای نیسي او هاغه حد نه زیات شي نو په داسي حالاتو کې پاکستان پرېښودی هم نه شي خو چې کله خبره ماتېدو ته راجوخته شي نو بیا لږ ډېر ګامونه واخیستل شي. کله داسې ښکاري چې بس جګړه ده خو بیا خبرې شروع شي.،،

د پاکستان پخواني وزیراعظم نوازشریف د نااهله کېدو او د نوې کابینې جوړېدو پس دا د پاکستان او امریکا ترمینځ وړومبۍ د اعلا سطحې رابطه ده.