دا غونډه په داسې حال کې تر سره کېږي چې د امريکا دفاع وزارت ويلي، په افغانستان کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد د عملياتو پر مهال يو بل امريکايي سرتېری وژل شوی دی.
د رسنیو د راپورونو له مخې په دې اړه چې څه باید وشي د ټرمپ اداره په خپلو کې په يوه خله نه ده او ټرمپ دا پوښتنه کوي چې ولې امریکایي ځواکونو دغه جګړه چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده ده نه ده ګټلې او اوس دفاع وزارت د طالبانو په وړاندې دغې ۱۶ کلنې جګړې ته د نورو سرتیرو د لېږلو سپارښتنه کوي؟
امریکايي جنرالانو په افغانستان کې وضیعت په ټپه درېدلی بللی دی. د امريکا او ناټو لخوا د کلونو پر ملاتړ سربېره افغان ځواکونه هڅه کوي چې په افغانستان کې نه يوازې د طالبانو بلکې د اسلامي دولت وسله والې ډلې د زياتېدونکې حضور مخه ونيسي.
طالبانو هم روانه اوونۍ ټرمپ ته په یوه لېږل شوي سرخلاصي لیک کې له هغه غوښتنه کړې چې ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه وباسي ځکه د دغو ځواکونو د حضور دوام دغه جګړه لا اوږدوي او هم د پخلاینې مخه نیسي.
امريکا دا وخت په افغانستان کې ۸۴۰۰ او ناټو بيا شاوخوا ۵۰۰۰ سرتيري لري.