شمالي کوریا د هایډروجن بم کارولو ادعا کوي

شمالي کوریا وايي، د یوه داسې هایډروجن بم بریالۍ ازموینه یې کړې ده چې له اوږد واټن ویشتونکو توغندیو سره تړل کېدای شي.

دا ازموینه د پیانګیانګ تر ټولو قوي اټومي هغه ښکاري. دولتي رسنیو د یکشنبې په ورځ وویل چې د هېواد شپږمه اټومي تجربه ((مکمله بریالۍ))) وه او د هېواد د اټومي پروګرام د بشپړتیا لوري ته ((ماناداره)) قدم دی.

په ازادانه ډول تر اوسه د دې پخلی نه دی شوی چې ایا دا واقعي هايډروجن بم وو او که څنګه؟ هایډروجن بم له عام اټومي بمه زیات طاقتور وي. عام اټومي بم داسې وي لکه د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې چې امریکا په جاپان توغولی وو.

د جاپان حکومت البته ویلي دي چې شمالي کوریا اټومي ازموینه کړې ده او ځمکپوهانو د هغه هېواد په یوه سیمه کې زوروره زلزله ثبت کړې ده. جنوبي کوریا د ملګرو ملتونو د نویو بندیزونو تر څنګ شمالي کوریا ته د ((سختې سزا)) ورکولو غږ کړی دی.

چین پر پیانګیانګ غږ کړی دی چې خپل ((ناسم)) کارونه پرېږدي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو درناوی دې وکړي.