بریکس تنظيم پاکستان ميشتې ډلې لشکر طيبه او جيش محمد وغندلې

په بریکس کې شامل د هند، چین او روسیې مشران

د نړۍ د پنځه لوې اقتصاد لرونکو هېوادونو تنظيم برېکس په خپلې اعلاميه کې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو، القاعدې او له داعش سره سره د حقاني شبکې، لشکر طيبه، جېش محمد، تحريک طالبان پاکستان او ځېنو نورو وسله والو ډلو تاوتريخوالی وغانده.

د ګل پرورځ د چين په چيامن ښار کې د برېکس تنظيم چې برازيل، روس، هند، چين او سوېلي افريقا شامل دي تر سرمشريزې ورستو جاري شوې ګډه اعلامېه کې ويل شوي چې په ترهګرۍ کې ککړ تنظيمونه اود هغوی مرستندویان دې خپل وروستي انجام ته ورسول شي.

په دري څلويښت (۴۳) پاڼو مشتمل اعلاميه کې ويلې شوي دي چې د ترهګرۍ خاتمه کول، اول د اړوند حکومت کار دی او په دې برخه کې نړیواله همکاري هم باید د اړوند هېواد د خپلواکۍ نه زیانمنولو او نه لاسوهنې له مخې وي.

چين چې په برېکس تنظيم کې شامل دې او د پاکستان نږدې ګاونډي ملګری ملک ګڼل کېږي په لومړي ځل دې تنظيم په خپل بیان کې په پاکستان کې ميشت جیش محمد او لشکر طیبه ډلې هم وغندلې چې هند یې په خپله خاوره کې په تاوتریخوالي تورنوي.

هند یو ځل پخوا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي ول چې د جيش محمد ډلې مشر مسعود اظهر نوم دې د ترهګرو په فهرست کې شامل کړي خو چين يې مخالفت کړی وو.

د دفاعي چارو کارپوه لېفټننټ جنرل رېټايرډ طلعت مسعود وايي، چين هم غواړي چې پاکستان دې د وسله والو ډلو پرضد ګامونه پورته کړي ځکه چې د دې ډلو د کارروايانو بدې اغېزې په چين هم پرېوځي.

د نوموړي وينا وه ؛؛پاکستان دې په مثبته طریقه د حالاتو جايزه واخلي او د داسې قسمه تنظيمونو دلته موجودګي زموږ په ګټه نه ده بلکې د دې به منفي اثرات پرېوځي او ګڼم چې پاکستان له د داسې ټولو تنظيمونو پرضد کارروايي کول پکار ده.؛؛

په لاهور کې د دفاعي او بهرنو چارو کارپوه پروفېسر حسن عسکري د بریکس له خوا د جیش محمد او لشکر طیبه غندل د هند ډيپلوماټیکه بریا بللې او وايي د دې له وجې به پر پاکستان سفارتي دباو زياتېږي خو دا به کتل وي چې د چين دا پالیسي صرف تر بریکس تنظيم محدوده ده که نه په ملګرو ملتونو کې به هم پر خپل دې دريځ ولاړ وي ځکه چې هند به تر خپلې دې کاميابۍ وروستو دا کوښښ کوي چې کله هم د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ پرضد کمېټۍ غونډه کېږي نو بيا به پکې خپله زړه غوښتنه راپورته کوي.

واضحه دې وي چې د اګست پر یويشتمه (۲۱) نېټه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان په اړه خپله ستراتیژۍ اعلان کړه چې پکې يې پاکستان ته خبرداری ورکړی وو چې د وسله والو ډلو له مرستو دې لاس واخلي.

خو پاکستان وخت په وخت دا تورونه ردوي او وايي چې په دې هېواد کې په منظمه توګه د وسله والو موجودګي نشته او نه هم دوی د وسله والو ډلو ملاتړ کوي.