خواجه اصف: امریکا دې د پاکستان د خپلواکۍ احترام وکړي

د پاکستان بهرنيوو چارو وزیر خواجه محمد اصف وايي چې په واشنګټن کې ناستو خلکو ته د پاکستان او دې سيمې د حقیقي صورتحال ادراک نشته دی. نن (ستمبر نهمه) په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته هغه وويل چې پاکستان له امریکا سره خپلې اړيکې خرابول نه غواړي خو هر څه ته به د خپل هېواد د ګټو په نظر کې ساتلو سره کوي.

د نوموړي په وينا اسلام اباد به له هغه ملکونو سره د خپل احترام د سوچ ترلاندې مخ په وړاندې ځي چې د دوی د قربانیو ادراک لري نو باید چې امریکا د پاکستان د خپلواکۍ او سلامتيا خیال وساتي.

د اګست پر يويشتمه نيټه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان په اړه خپله ستراتیژۍ اعلان کړه چې پکې يې پاکستان ته خبرداری ورکړی و چې د وسله والو ډلو له مرستو دې لاس واخلي. خو پاکستان دا تورونه ردوي. دوی وايي چې په دې هېواد کې په منظمه توګه د وسله والو موجودګي نشته او نه هم دوی د وسله والو ډلو ملاتړ کوي.

امريکا سره اړيکې غواړو خو خپلو ګټو ته به هم پام کوو. موږ ډېرې سيمې له وسله والو پاکې کړې دي. موږ به کوشش کوو چې د ترهګرۍ ضد برياليتوبونو په اړه د نړۍ نظر بدل کړو

خواجه اصف زیاته کړه چې پاکستان یوازينی داسې ملک دی چې د ترهګرۍ پرضد جنګ کې یې بريا ترلاسه کړې ده. هغه وويل: ((نړۍ د ترهګرۍ پرضد جنګ کې زموږ کاميابيانو ته لږ په بدل نظر ګوري. موږ بايد د نړۍ سوچ بدل کړو خو لومړۍ ترجيح مو دا ده چې ځان له ترهګرۍ خوندي کړو.))

د نوموړي وينا وه چې دا وخت په سوات، شمالي او جنوبي وزيرستان، خېبر او باجوړ اېجنسو کې امن پرځای کړل شوی دی او د دې سيمو حالات به وخت پر وخت نور هم ښه کېږي. نوموړي همداراز وويل د دوهمې نړيوالې جګړې وروسته په لومړي ځل دومره ډير بدلونونه کيږي او ملکونه نوي اتحادونه جوړوي.

هغه وويل: ((جغرافيايي حالات د معاشي حالاتو تابع کيږي نو ځکه د دې حالاتو په ښه شان جايزه اخستو وروسته موږ له هم د سمې خوا خپلول پکار دي او دا به موږ ژر کوو.))