اوس پېښور ته نوی فیشن زر راځي

اوس لکه د ملټي میډیا فیشن د پښتونخوا هرې سیمې ته زر رسیږي، د جامو ډیزاینران وایي د ملک د نورو ښارونو غوندې په پېښور او د خیبر پښتونخوا په نورو ښارونو کې ډېر نوي نوي دوکانونه پرانستل شوي دي.

د جامو او کالیو یو ډیزاینر محمد علي وایي مخکې به پېښور ته د نوي فیشن راتلو شپږ میاشتې اخیستې نو اوس شپږ ورځې اخلي. هغه وایي د دې مهمه وجه میډیا ټولنیزې رسنۍ او د خلکو له یو بل سره د رابطو زیاتوالی دی.

محمد علي وایی اوس لنډ کمیسونه چلېږي، او یا درمیانه اوږدوالی، خو په پرتوګونوکې ډېر قسمونه دي. هغه وایي اوس د ګرمۍ موسم وو نو زیاتره لان وچلېد.

په کراچۍ کې میشت یوه پښتنه ډیزاینره پرخه خان وایي د سوات او د خیبر پښتونخوا د نورو سیمو لاسي کارونه په کراچۍ کې ډیر خوښېږي،او ډېر خلک ترې فرمایش هم کوي، او دا شان ډېر ډیزاینران غواړي چې په پيښور کې اوس خپل دوکانونه او بوتیکس پرانزې. ځینې دا هم غواړي چې په پيښور کې فیشن شوز وکړي.

د پېښور یو درزي شاه خالد وایي جینکۍ اکثره دوی له فوټو ګان هم راوړي چې دا شان جامې راله جوړې کړه. یوه ساده جوړه په شپږ سوه او چې څه کار یا ډیزاین پکې وي نو د یو زرو نه یي بیعې پیلېږي. شاه خالد دا هم وایي پيښور کې اوس خلک زر زر د فیشن بدلیدو نه خبریږي.

د پيښور یوه بله د جامو ډیزاینره مهر فیاض شاه وایي سږکال خلکو په لانونو کار او ورسرهډیجیټل پرنټونه زیات خوښ کړل.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

تاندې هیلې

مهر وايي اوس د کراچۍ او لاهور زیاتره ډیزاینرانو خپل دوکانونه په پېښور او د صوبې په نورو ښارونو کې پرانستل.